کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې او د يوناما مشره وايي، یوناما او امریکا نه غواړي چې په افغانستان کې بانکي سکتور کمزوری شي.
د بهرنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) مشرې ډیبورا لاینز او مل پلاوي یې، د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره ولیدل.
سرچينه کاږي، په ناسته کې پر ځینو مهمو موضوعاتو خبرې وشوې چې پکې اقتصادي وضعیت، د بانکي او خصوصي سکتور وده او مرستې شاملې وې.
سرچينه زياتوي، لاینز د خپل سفر په هکله چې الماتې ته یې کړی و، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې یوناما او امریکا نه غواړي چې په افغانستان کې بانکي سکتور کمزوری شي.
نوموړې باورمندي وښوده چې مخته پراته خنډونه به د خبرو اترو له لارې حل شي.
د خبرپاڼې په حواله، د یوناما پلاوي اتول ګفتا وویل چې په افغانستان کې د اقتصادي او خصوصي سکتور د ودې په پار له ګڼو مرستندویه ادارو سره د همغږۍ رامنځته کولو په موخه د چینلونو پر جوړولو کار کوي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له لاینز څخه مننه وکړه چې د کړي سفر په اړه یې معلومات ورکړل او د نوموړې سفر یې مثبت وباله.
ده وویل، نوی حکومت له ټولو هغو بنسټونو سره د همکارۍ پوره نیت لري چې د افغانستان د بهبود او پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن