Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

قطر او امریکا د افغانستان پر بشري، سیاسي او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

اتلانتا (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۱): د قطر د بهرنیو چارو وزیر واشنګټن ته د سفر پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر او یو شمېر نورو چارواکو سره د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن الثاني په واشنګټن کې د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره ولیدل.

سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو، د افغانستان، اوکراین، یمن او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې شوې دي.

بلخوا د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې شیخ الثاني د نورو چارواکو ترڅنګ د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ټام ویسټ سره هم لیدلي دي.

د دغه وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو د افغانستان پر وروستیو حالاتو او افغانانو ته د بشري مرستو پر رسولو هم خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دوی د افغانستان پر سیاسي او اقتصادي وضعیت هم بحث وکړ او د نجونو پر زده کړو او ښځو پر حقونو یې ټینګار وکړ.

د یادونې ده، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي له دې مخکې په هندوستان، ترکیه، تاجکستان، ازبکستان، قرغزستان او متحده عربي اماراتو کې هم له ځایي چارواکو او افغانانو سره د افغانستان د راتلونکي په اړه خبرې کړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.