Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رییس: حکومت د کار موندنې برخه کې پراخ پروګرامونه لري

د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رییس: حکومت د کار موندنې برخه کې پراخ پروګرامونه لري

author avatar
13 Jun 2022 - 18:47
د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رییس: حکومت د کار موندنې برخه کې پراخ پروګرامونه لري
author avatar
13 Jun 2022 - 18:47

سرپل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۱): د سرپل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نن په مزارشریف کې د یوناما دفتر د سیاسي برخې له مسوولې مېرمن سوکي سره په یوه ګډه ناسته کې، د کار موندنې برخه کې د حکومت د پراخو پروګرامونو خبر ورکړ.

د سرپل د اطلاعاتو او کلتور رییس مفتي عمیر سرپلي، په مزارشریف کې د یوناما له دفتره هم غوښتنه وکړه چې د نورو موسسو له لارې دې په دغه ولایت کې د کرنې، اقتصاد او فرهنګ برخو کې همکاري وکړي.

په مزارشریف کې د یوناما د سیاسي برخې مسوولې سوکي هم مدني فعالانو او  حکومتي مسوولینو سره ژمنه وکړه چې د دوې ستونزې او اړتیاوې به له هغو موسسو سره چې له یوناما سره همکاري لري، شریکوي؛ خو یوناما په دې برخه کې پروژه نه لري.

د سرپل یو مدني فعال حکمت‌الله حیدري وویل، وچکالي، بېکاري او کرنیز او څښاک اوبو نشتوالی د دغه ولایت اساسي ستونزې دي چې خلک ورسره لاس او ګریوان دي.

ده له حکومته او مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې د کرنې پیاوړتیا برخه کې خلکو ته د کار موندنې اړوند پروګرامونه پیل کړي.

یوې فعالې مېرمنې لطیفې سلطاني هم وویل، اقتصادي ناخوالې او بېکاري د ځوانانو او ښځو مخې ته یوه داسې ستونزه ده چې حکومت او مرستندویه سازمانونه باید ورته پام او نوښتونه وکړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.