Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سرپرست حکومت: له افغان خاورې پر ازبکستان بریدګر به ډېر ژر په خپله سزا ورسېږي

سرپرست حکومت: له افغان خاورې پر ازبکستان بریدګر به ډېر ژر په خپله سزا ورسېږي

author avatar
6 Jul 2022 - 23:14
سرپرست حکومت: له افغان خاورې پر ازبکستان بریدګر به ډېر ژر په خپله سزا ورسېږي
author avatar
6 Jul 2022 - 23:14

کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۱): د افغانستان حکومت وایي، له خاورې یې پر ازبکستان توغندیز بریدونه د هغو شریرو کسانو کار دی چې غواړي د دواړو هېوادونو په اړیکو کې ستونزې جوړې کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن د شپې ناوخته په یو لړ ټویټونو کې لیکلي، پرون مازيګر د افغانستان او ازبکستان پولې ته څېرمه اته راکټونه توغول شوي چې ځیني يې په افغانستان کې لګېدلي او څه یې د ازبکستان خاورې ته اوښتي دي.

https://twitter.com/QaharBalkhi/status/1544712046012416001?s=20&t=ZyC3fn5ez3U0_Cr_RLtKnQ

هغه زیاته کړې، امنيتي مسوولين سملاسي د پېښې ځای ته رسېدلي، پلټنې يې پيل کړې او د عاملينو د موندلو او نيولو په موخه په سيمه کې جدي هڅې روانې دي.

بلخي وایي، ازبکستان له افغانستان سره ډېرې نږدې او دوستانه اړيکې لري. د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړپوړو چارواکو وروستي سفرونه ښيي چې دواړه هېوادونه ډېرې ګډې ګټې لري.

د نوموړي په وینا، د اسلامي امارت په باور دغه ډول ورانکارې کړنې د هغو کړيو کار دی چې غواړي د دواړو هېوادونو اړيکو کې ستونزې جوړې کړي.

دی وایي: «زموږ امنيتي مسئولين د افغانستان د پولو امنيت ته ځانګړې پاملرنه کوي او هېچا ته به فرصت ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر خلاف وکاروي.»

بلخوا، د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې دغه بریدونه د هغو شریرو خلکو کار دی چې غواړي د دواړو دوستو هېوادونو ترمنځ بې باوري رامنځته او اړیکې خرابې کړي.

https://twitter.com/Zabehulah_M33/status/1544708115047895041?s=20&t=ZyC3fn5ez3U0_Cr_RLtKnQ

هغه په ټویټر کې لیکلي، اسلامي امارت هڅه کوي چې دغه جنایتکاران ونیسي او د خپلو کړنو په سزا یې ورسوي .

تر دې مخکې د بلخ امنیه قوماندانۍ ویاند محمد‌آصف وزیري ويلي و: «تېره ورځ له غرمې وروسته دوه نيمې بجې د افغان ولس دښمن له لوري د بلخ ولایت د حیرتانو سرحدي ښار د جیرتانو له سیمې په ازبکستان درې مرمۍ شارت شوې، زموږ د معلوماتو له مخې خوشبختانه چې تلفات نه لري.»

هغه زياته کړې، له دې درېیو مرمیو یوه یې په ازبکستان کې یوه سیند ته نږدې په هدیره کې او دوې نورې په دښته کی لګېدلې دي.

وزيري وايي، سرحدي ځواکونه د سرحدي سیمو پوره ساتنه کوي او په راتلونکي کې به د داسې پېښو مخنیوی وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په وري مياشت کې داعش ډلې ادعا کړې وه چې د افغانستان له خاورې یې د ازبکستان امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز برید کړی؛ خو حکومتي چارواکو ويلي و چې دا یوه ناکامه هڅه وه او توغندي د افغانستان په خاوره کې پر یوه ویجاړ ځای لګېدلي دي.

بلخوا، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې دا پېښه د سې شنبې پر ورځ په ځايي وخت د ماسپښين څه باندې څلور بجې شوې ده چې ځاني او مالي زیان نه لري؛ خو د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ترمز ښار په ګاونډ «مجنون تال» سیمه کې د استوګنې څلور کورونه «لږ څه زیانمن شوي دي.»

د دوی په وینا، «دغه کورونه د ازبکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې موقعیت لري، ځکه زیان هم ور اوښتی دی.»

د ازبکستان چارواکو د پېښې پر پلټنې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې لاملونه یې باید روښانه شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.