اټلانټا (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۱) : شیخ محمد بن عبدالکریم د حج په خطبه کې وویل چې د اسلامي لارښوونو له مخې ، کوم شی چې د نفرت لامل کیږي، له هغه څخه ځان لرې وساتئ .
له افغانستان څخه د شاوخوا دیارلس نیم زرو کسانو په ګډون له ټولې نړۍ څخه تر یو میلیون ډیرو مسلمانانو نن د حج ستر رکن وقوف عرفه ادا کړ.
زایرین له نن سهار وخته راهیسې د عرفات میدان ته رارسیدلي وو او غرمه یې هلته لومړی د جمعې لمونځ او بیا ورپسې د مازیګر لمونځ یو ځای ادا کړ.
د سعودي د علماوو شورا غړي شیخ محمد بن عبدالکریم د حج په خطبه کې وویل چې الله تعالی په قران کریم کې بار بار پر تقوا ټینګار کړی دی او د حج موخه هم تقوا ده .
A summary of Arafah sermon, which was delivered by his excellency sheikh Muhammad Al-Issa. It implied meanings of kindness, compassion, and following the Prohet’s sunnah (PBUH).
pic.twitter.com/pnxI4Uzirh— Inside the Haramain (@insharifain) July 8, 2022
هغه زیاته کړه، چې ټول مسلمانان باید له الله تعالی څخه وویریږي ، ځکه چې له الله تعالی څخه هیڅ شی پټ نه دی او هغه هر څه ویني .
شیخ محمد وویل ، د اسلامي لارښوونو له مخې ، کوم شی چې د نفرت لامل کیږي، له هغه څخه ځان لرې وساتئ .
د حج خطیب وایي، چې له شرک څخه ځان وساتئ او په همدې موخه ټول نبیان رانازل شوي وو، څو خلکو ته دعوت ورکړي.
د هغه په وینا، مسلمانانو ته چې په نړۍ کې کوم تکلیفونه رسیږي هغه د الله له اړخه وي، او ددې په بدل کې ډیر اجرونه ورکوي .
شیخ محمد د نبي کریم ص د یوه حدیث په حواله وویل چې ټول مسلمانان باید لوړ اخلاق ولري او یو بل ته درناوي وکړي ، له یو بل سره په نیکو اخلاقو خبرې وکړي، چاسره چې خبرې کوئ پخپلو خبرو کې نرمي پیدا کړئ .
ده زیاته کړه، د یوه مسلمان پر بل دا حق دی چې چې له هغه سره ښه رویه وکړي او له داسې برخورد څخه ډډه وکړي ددوی ترمنځ خپګان رامنځته شي.
د سعودي د حج او اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال له بهرنیو هېوادونو شاوخوا یو میلیون کسان د حج فریضې ادا کولو په موخه ورغلي دي. دا په داسې حال کې چې پخوا دوه میلیون خلک تلل.
Now: The Mount of Mercy, Arafatpic.twitter.com/FXK4cyS8Ht
— Inside the Haramain (@insharifain) July 8, 2022
د سعودي د حج کمېټې د معلوماتو له مخې، پرون د ذيالحجې په اتمه د حج مراسم په رسمي ډول پیل شول او سلګونه زره زایرینو ځانونه د مکې مکرمې منی سیمې ته ورسول.
سرچینې زیاته کړې چې زایرینو هلته شپه تيره کړه او سهار وخته د عرفات میدان او غونډۍ پر لور وخوځېدل او ترماښام هلته پاتې شول.
مسلمانان هلته د جمعې او ورپسې به د مازدیګر لمونځونه ادا کړل او له لمر لوېدو سره سم د مزدلفې پر لور روان شول؛ هلته به د ماښام او ماخوستن لمونځ ګډ کوي او د سهار له لمانځه وروسته به د منی پر لور چېرې چې شیطانان ویشتل کېږي، ولاړ شي.
د اختر په لومړۍ ورځ د شیطانانو له ویشتلو وروسته به حاجیان ویښته لنډوي، قرباني به کوي او بیا به حرم شریف ته د طواف لپاره ځي او له دې سره به د حج مهم مناسک ترسره شي.
خو حاجیان به درې ورځې به منی کې وي او هره ورځ به شیطانان وولي.
له افغانستانه هم سږ کال ۱۳۵۸۲ کسان د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي ته تللي دي.
Views: 160
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن