ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حج خطیب مسلمانانو ته له یو بل سره پر ښو اړیکو ، نرمو خبرو او ښو اخلاقو ټینګار وکړ

د حج خطیب مسلمانانو ته له یو بل سره پر ښو اړیکو ، نرمو خبرو او ښو اخلاقو ټینګار وکړ

author avatar
9 Jul 2022 - 00:49
د حج خطیب مسلمانانو ته له یو بل سره پر ښو اړیکو ، نرمو خبرو او ښو اخلاقو ټینګار وکړ
author avatar
9 Jul 2022 - 00:49

اټلانټا (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۱) :  شیخ محمد بن عبدالکریم د حج په خطبه کې وویل چې د اسلامي لارښوونو له مخې ، کوم شی چې د نفرت لامل کیږي، له هغه څخه ځان لرې وساتئ .

له افغانستان څخه د شاوخوا دیارلس نیم زرو کسانو په ګډون له ټولې نړۍ څخه تر یو میلیون ډیرو مسلمانانو نن د حج ستر رکن وقوف عرفه ادا کړ.

زایرین له نن سهار وخته راهیسې د عرفات میدان ته رارسیدلي وو او غرمه یې هلته لومړی د جمعې لمونځ او بیا ورپسې د مازیګر لمونځ یو ځای ادا کړ.

د سعودي د علماوو شورا غړي شیخ محمد بن عبدالکریم د حج په خطبه کې وویل چې الله تعالی په قران کریم کې بار بار پر تقوا ټینګار کړی دی او د حج موخه هم تقوا ده .

هغه زیاته کړه، چې ټول مسلمانان باید له الله تعالی څخه وویریږي ، ځکه چې له الله تعالی څخه هیڅ شی پټ نه دی او هغه هر څه ویني .

شیخ محمد وویل ، د اسلامي لارښوونو له مخې ، کوم شی چې د نفرت لامل کیږي، له هغه څخه ځان لرې وساتئ .

د حج خطیب وایي، چې له شرک څخه ځان وساتئ او په همدې موخه ټول نبیان رانازل شوي وو، څو خلکو ته دعوت ورکړي.

د هغه په وینا، مسلمانانو ته چې په نړۍ کې کوم تکلیفونه رسیږي هغه د الله له اړخه وي، او ددې په بدل کې ډیر اجرونه ورکوي .

شیخ محمد د نبي کریم ص د یوه حدیث په حواله وویل چې ټول مسلمانان باید لوړ اخلاق ولري او یو بل ته درناوي وکړي ، له یو بل سره په نیکو اخلاقو خبرې وکړي، چاسره چې خبرې کوئ پخپلو خبرو کې نرمي پیدا کړئ .

ده زیاته کړه، د یوه مسلمان پر بل دا حق دی چې چې له هغه سره ښه رویه وکړي او له داسې برخورد څخه ډډه وکړي ددوی ترمنځ خپګان رامنځته شي.

د سعودي د حج او اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې، سږ  کال له بهرنیو هېوادونو شاوخوا یو میلیون کسان د حج فریضې ادا کولو په موخه ورغلي دي. دا په داسې حال کې چې پخوا دوه میلیون خلک تلل.

د سعودي د حج کمېټې د معلوماتو له مخې، پرون د ذي‌الحجې په اتمه د حج مراسم په رسمي ډول پیل شول او سلګونه زره زایرینو ځانونه د مکې مکرمې منی سیمې ته ورسول.

سرچینې زیاته کړې چې زایرینو هلته شپه تيره کړه او سهار وخته د عرفات میدان او غونډۍ پر لور وخوځېدل او ترماښام هلته پاتې شول.

مسلمانان  هلته د جمعې او ورپسې به د مازدیګر لمونځونه ادا کړل  او له لمر لوېدو سره سم د مزدلفې پر لور روان شول؛ هلته به د ماښام او ماخوستن لمونځ ګډ کوي او د سهار له لمانځه وروسته به د منی پر لور چېرې چې شیطانان ویشتل کېږي، ولاړ شي.

د اختر په لومړۍ ورځ د شیطانانو له ویشتلو وروسته به حاجیان ویښته لنډوي، قرباني به کوي او بیا به حرم شریف ته د طواف لپاره ځي او له دې سره به د حج مهم مناسک ترسره شي.

خو حاجیان به درې ورځې به منی کې وي او هره ورځ به شیطانان وولي.

له افغانستانه هم سږ کال ۱۳۵۸۲ کسان د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي ته تللي دي.

Visits: 160

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.