کابل (پژواک) – د ټولګټو وزارت وایي چې د دغه وزارت وزیر ملا محمدعیسی ثاني د سالنګ لویې لارې د لیدنې پر مهال د قراردادي شرکتونو مسوولینو ته سپارښتنه کړې چې د روان کال ټول پلان شوي کارونه دې د ژمي له رارسېدو مخکې په لوړ کیفیت بشپړ کړي.
د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس پرون (چهارشنبه) پر اېکسپاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې ملا محمدعیسی ثاني د سالنګونو لویې لارې د بېلابېلو برخو د کارونو د کیفیت، پرمختګ، چټکتیا او تخنیکي معیارونو د رعایت ارزونې په موخه له روانو چارو لیدنه کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د ټولګټو وزارت د سالنګونو لویې لارې د اساسي بیارغونې چارې په بېلابېلو برخو کې پیل کړې دي. د دې لویې لارې سوېلي برخه تر جبلالسراج پورې په ټولیزه توګه ۴۳ کیلومتره اوږدوالی لري چې د بیارغونې چارې یې اوسمهال په درېیو برخو کې روانې دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، د دې برخې د لومړي لاټ اوږدوالی د سالنګ له تونل څخه تر پل اولنګ (پهلوان پل) پورې ۱۳ کیلومتره دی چې د پاتې برخې د کانکرېټ اچولو چارې یې ۹۵ سلنه بشپړې شوې او پاتې کارونه یې په چټکۍ روان دي.
همدارنګه، دویم لاټ له اولنګ څخه د جبلالسراج پر لور د قلاټک پل پورې ۱۵ کیلومتره اوږدوالی لري چې د دغه پروژې د اسفالت او سړک د بېلابېلو طبقو جوړولو چارې یې په چټکۍ روانې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې درېیم لاټ، چې په دې وروستیو کې یې چارې پیل شوې دي، د قلاټک پل څخه د جبلالسراج تر بازاره پورې ۱۵ کیلومتره اوږدوالی لري. اوس مهال په دې برخه کې د جبلالسراج له لوري د سړک د کیندلو چارې پیل شوې او په چټکۍ روانې دي.
د یادونې ده، په شمالي سالنګ کې هم له ۲۱مې ګالرۍ څخه تر دوشاخ سیمې پورې د ګولایو د کانکرېټ اچولو چارې بشپړې شوې او په دې برخه کې د قیراچولو او د سړک د بېلابېلو طبقو جوړولو کارونه په چټکۍ روان دي. په دې برخه کې د روان کال پلان شوي کارونه به هم ژر بشپړ شي.
محمداشرف حقشناس زیاته کړې چې د سالنګونو لویې لارې د بېلابېلو برخو د کارونو څارنه او ارزونه د هېواد د مهمو ټرانزیټي او مواصلاتي لویو لارو بیارغونې او معیاري کولو ته د ټولګټو چارو وزارت د مشرتابه د ځانګړې پاملرنې څرګندونه کوي.










