ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د “بي بي سي” موندنې: د بریتانیا ځانګړو ځواکونو افغانستان کې بندیان او بې‌وسلې کسان وژلي

د “بي بي سي” موندنې: د بریتانیا ځانګړو ځواکونو افغانستان کې بندیان او بې‌وسلې کسان وژلي

author avatar
12 Jul 2022 - 18:11
د “بي بي سي” موندنې: د بریتانیا ځانګړو ځواکونو افغانستان کې بندیان او بې‌وسلې کسان وژلي
author avatar
12 Jul 2022 - 18:11

کابل (پژواک ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۱): د “بي بي سي” موندنې ښيي چې د بريتانيا هوايي ځواکونو په افغانستان کې په پرله‌پسې ډول د مشکوکو حالاتو پرمهال بنديان او بې‌وسلې کسان وژلي دي.

دې رسنۍ نن (سه شنبه) دغه موندنې په يوه راپور کې خپرې کړې چې د پورتني مطلب ترڅنګ ځينې برخې يې دا دي:

د بريتانيا هوايي ځواکونو (اېس اې اېس) یوه پوځي ټولي افغانستان کې د خپل شپږ میاشتني ماموریت پر مهال ښايي په همداسې غیر قانوني ډول ۵۴ کسان وژلي وي.‌

بي بي سي‌ دا هم موندلې چې د ځانګړو ځواکونو پخوانی مشر نه دی توانېدلی چې د دا ډول وژنو په اړه پلټونو لپاره شواهد وسپاري.

د بریتانیا دفاع وزارت وايي، ځواکونو یې افغانستان کې په مېړانه او مسلکي ډول خدمت کړی دی.

بي بي سي ته معلومه شوې چې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو مخکیني مشر جنرال سر مارک کارېلټون سمېت ته که څه هم د دا ډول غیرقانوني وژنو په اړه راپور ورکړ شوی و‌، خو هغه شاهي نظامي پولیسو ته چې د ځانګړو ځواکونو د وژنو په اړه یې پلټنې پیل کړې وې، د شواهدو له سپارلو ډډه کړې.

جنرال کارېلټون سمېت چې تېره میاشت تر استعفا وړاندې د بریتانیا د پوځ تر مشرۍ رسېدلی و، په دې تړاو له تبصرې انکار وکړ.

د بي بي سي پانوراما د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو د پوځي عملیاتو په تړاو سلګونه پاڼې څېړلې دي. په دوی کې په ۲۰۱۰  او ۲۰۱۱ کال هلمند کې د دغو ځواکونو له خوا د “وژلو یا نیولو” د تر لسو ډېرو چاپو اړوند راپورونه هم شامل دي.

هغو اشخاصو چې د بریتانیا ځانګړو ځواکونو سره یې ماموریتونو کې برخه اخیستې، بي بي سي ته ویلي چې د دغو ځواکونو غړي یې لیدلي چې د شپنیو عملیاتو پر مهال یې بې وسلې خلک وژلي دي.‌

دوی وايي، داسې موارد یې هم لیدلي چې د بریتانیا ځواکونو له خوا د یوه بې وسلې کس د وژلو توجیه کېدو لپاره هغه سره کلاشنیکوف اېښودل شوی دی.

ګڼو کسانو چې دغو ځانګړو ځواکونو سره یې خدمت ترسره کړی، ویلي چې د ځانګړو هوايي خدماتو ځواک غړو له یو بل سره د ډېرو کسانو وژلو کې سیالي کوله.

د بي بي سي څېړنو دا هم ښودلې چې د دغو ځواکونو واحدونو هڅه کوله چې تر مخکنۍ ډلې ډېر کسان ووژني.‌

داخلي بریښنالیکونه ښيي چې د ځانګړو ځواکونو د لوړې کچې افسران هم د دغو غیرقانوني وژنو د امکان په اړه له اندېښنو خبر وو او له خپل قانوني مکلفیت سره سره یې پوځي پولیسو ته د دغو شکونو راپور نه دی ورکړی.

د بریتانیا دفاع وزارت ویلي چې پر مشخصو تورونو تبصره نه کوي،‌ خو دغه انکار د لګول شویو تورونو د منښتې په توګه نه شي ګڼل کېدای.‌

د دفاع وزارت ویاند ویلي بریتانوي ځواکونو افغانستان کې “په مېړانه او مسلکي ډول خدمت کړی دی. ”

په وروستیو څېړنو کې بي بي سي د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو د شپنیو عملیاتو په اړه معلومات ترلاسه او وڅېړل.‌ موږ ورته داسې راپورونه وموندل چې ګنې ځینې افغانان په مرمیو له دې امله ویشتل شوي چې ګنې تر نیول کېدو وروسته یې د پردې تر شا کلاشنیکوفونه او نور لاسي بمونه کشول.

یوه جګپوړي افسر چې د بریتانیا ځانګړو ځواکونو قوماندانۍ کې یې کار کړی، بي بي سي ته ویلي چې د دغو ځواکونو د وژنو په اړه “رښتینې اندې‍ښنه” وه.

د هغه وخت کورني برېښنالیکونه په ډاګه کوي چې ګنې افسرانو راپورونو ته د ناباور غبرګون ښودلی،‌ او دا یې په “کافي توګه د نه منلو” وړ ګڼلي او د ځانګړو ځواکونو “وروستیو ټولوژنو” ته یې اشاره کړې ده.

ډګروال اولیور لي چې په ۲۰۱۱ کال په افغانستان کې د شاهي سمندري ځواکونو قوماندان و،‌ بي بي سي ته وویل، د ناسم چلن اړوند تورونه چې زموږ په څېړنو کې راپورته شوي، “ډېر زړه بوږنوونکي” وو چې باید په عمومي ډول څېړل شوي وای. هغه وویل د شواهدو افشا کولو کې د ځانګړو ځواکونو د رهبرۍ ښکاره ماتې “کاملاً د نه منلو” وه.‌

د بي بي سي څېړنه تر ډېره د ځانګړو ځواکونو پر شپږ میاشتني ماموریت متمرکزه وه چې د ۲۰۱۰ کال نومبر کې افغانستان ته رسېدلي وو.

ځانګړو ځواکونو د افغانستان تر ټولو خطرناک هلمند ولایت کې په پراخه کچه عملیات کول، هلته د طالبانو کمینونه او سړک غاړې ماینونه ډېر دود شوي وو چې د پوځ مرګ ژوبله ورسره ډېره شوې وه.

د دغو ځواکونو اصلي رول د قصدي نیولو د عملیاتو کول وو، چې د طالب قوماندانانو د نیولو او د بم جوړونې شبکه کې د ستونزې پیدا کولو په موخه د “ووژنئ یا ونیسئ” په عملیاتو یې شهرت درلود.

سرچینو بي بي س‍ي ته ویلي، په شپنیو پوځي چاپو کې تر ډېره بیړه شوې او ښايي ولسي وګړي یې د دښمن پر ځای وژلي وي.

د ځانګړو ځواکونو عملیات د افغانستان تر ټولو خطرناکه سیمه (هلمند) ولایت کې ترسره شوي چې تر‌ ډېره په کې په کلیو پر استوګنیزو سیمو شپني عملیات کېدل.

بي بي سي ډېرو هغو کورونو ته ورغله چې په ۱۱/۲۰۱۱ ځانګړو ځواکونو عملیات پرې کړي وو. د هلمند نادعلي د یوه کوچني کلې په یوه کور کې له خټو جوړه یوه مېلمستون کې د ۲۰۱۱ د فبرورۍ پر ۷مه ګهیځ وختي د یوه زلمي په ګډون نهه کسان وژل شوي دی.

د بریتانیا پوځ څېړونکي د نوم نه ښودلو په شرط “بي بي س‍ي” ته د دغو څېړنو په تایید ویلي، د صحنو داسې انځورونه او د مرمیو نښې یې ولیدې چې اندېښنې یې ډېرې کړې دي.

د ياد شوي راپور بشپړ متن دلته لوستلی شئ.

Views: 130

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.