کابل (پژواک، ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳): د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وايي چې هېواد یې د راتلونکو درېیو کلونو لپاره افغان زدهکړیالانو ته ۴۵۰۰ تحصیلي بورسونه ځانګړي کړي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمدصادق وايي، د افغانستان منځنۍ اسیا او اذربایجان حکومتونو ترمنځ د همغږۍ مرکز د یوې غونډې مشري یې کړې ده.
هغه پر خپله اېکسپاڼه ليکلي چې په دغه غونډه کې یې افغان زدهکړیالانو ته د علامه اقبال په نوم د راتلونکو درېیو کلونو لپاره د طب، انجینرۍ، کرنې او نورو برخو ۴ نیم زره بورسونه ځانګړې کړې دي.
محمدصادق ویلي، په دغو بورسونو کې د لېسانس، ماسټرۍ او دکتورا تر کچې زدهکړې شاملې دي چې ۳۳ سلنه یې ښځینه زده کوونکو ته ځانګړې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده تردې وړاندې د روان کال د چنګاښ ۲۱ مه د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی ویلي و چې هېواد یې افغان زدهکړیالانو ته د ۴۵۰۰ تحصیلي بورسیو د ورکړې اعلان کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP