جلالاباد (پژواک، ٣٠ چنګاښ ۱۴۰۱): د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي وايي، د تېرو حکومتونو د نه پاملرنې او طبيعي افتونو له امله د دغه ولايت تاريخي ځايونه او ابدې زيانمنې شوې دي.
دوی وايي، د ننګرهار په مختلفو سيمو کې ۴۱ تاريخي ځايونه او ابدې ثبت دي چې له ډلې يې د هډې موزيم په تېرو کورنيو جګړو کې وسوځول شو او اثار يې لوټ شوي دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د تاريخي ابدو مدير احمدشاه عمري د چنګاښ په ٣٠ پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې پرمهال وويل، د دغه ولايت په مختلفو سيمو کې ۴۱ تاريخي ځايونه او ابدې شته چې زياتره يې په تېرو څو لسيزو جګړو او طبيعي افتونو کې یا له منځه تللي او يا هم زيانمن شوي دي.
دی وايي، په دغو تاريخي اثارو کې د بودايانو، کوشانيانو، مغلو او اسلامي دورو تاريخي ځايونه او ابدې موجودې دي.
هغه دغهراز يادونه وکړه، تېرو حکومتونو هم د نورو داخلي ستونزو له امله د تاريخي ځايونو ساتنې ته پاملرنه نه وه کړې چې له کبله يې تاريخي ځایونو ته زيان اوښتی او اثار يې زيانمن شوي دي.
هغه وايي، که څه هم د تېر نظام په وروستيو کې د ننګرهار د ځینو تاريخي ځايونو د بيارغونې هڅې پيل شوې وې، خو د نظام په بدلون سره دغه هڅې هم تر دې مهاله ټکنۍ شوې دي.
عمري زياته کړه: «د سراجالعمارت تاريخي ودانۍ چې د غازي امانالله خان د واکمنۍ پر مهال تخريب شوې وه، شاوخوا پنځلس کاله وړاندې يې د بيارغونې کارونه پيل شوي وو چې اوس يې رغنيز کارونه بشپړ شوي او ټاکل شوې چې موزيم پکې جوړ شي.»
د ده د معلوماتو له مخې، د ختيځ په کچه د تاريخي اثارو دغه موزيم لپاره د مامورينو تشکيل منظور شوی او ډېر ژر به د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري پرانیستل شي.
دی هيلهمند دی چې که یاد موزيم فعال شي، نو ورسره به د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته د نندارچيانو له طريقه هره مياشت زرګونه افغانۍ عوايد هم په لاس ورشي.
د نوموړي په خبره، روان کال د يوه مرستندويه خيريه بنسټ له لوري په سرهرود ولسوالۍ کې د شاه فيضالله اغا په نوم يو تاريخي زيارت هم بياورغول شو او اوس دغه بنسټ ژمنه کړې چې د دغه زيارت تاريخي لنګرخانه به هم رغوي.
د اطلاعاتو او کلتور رياست د تاريخي ابدو مدير وايي، اوسمهال په سرهرود او بهسودو ولسواليو کې تاريخي ستوپې (سمڅې) د له منځه تلو له جدي خطر سره مخ دي، که پاملرنه ورته ونه شي نو دا د څو پېړيو پخواني تاريخي ځايونه به له منځه ولاړ شي.
احمدشاه عمري وايي، که څه هم په تېر کې بهرنیو سیلانیانو د نا امنيو له امله ننګرهار ته د سياحت لپاره د راتګ زړه نه ښه کاوه، خو دا چې اوس په هيواد کې امنيت راغلی، نو هيلهمندي شته چې بهرني سيلانيان دغه ولایت ته مخه کړي.
د يادولو ده چې د ننګرهار په مهمو تاريخي ځايونو کې د هډې موزيم، د مملې تاريخي بڼ، د سراجالعمارت ودانۍ، د سره رود ستوپې، د سلطانپور تاريخي چينې او ځيني نور شامل دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP