Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان او ایران د هلمند اوبو په اړه په کابل کې مذاکرات وکړل

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۱): د افغانستان او ایراني پلاوو ترمنځ په کابل کې د کتنې په پای کې پرېکړه وشوه چې د هلمند سیند د اوبو تړون مطابق، د ایران د حق‌ابې د ورکړې د درېیو ځايونو د ټاکل کېدو عملي چارې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم ډېر ژر پیل شي.

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او برېښنا د سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور په مشرۍ د دغه وزارت پلاوي، نن له غرمې وروسته د ایران اسلامي جمهوریت د انرژۍ وزیر اکبر محرابیان په مشرۍ له راغلي پلاوي سره په کابل کې وکتل.

د  باختر اژانس د خبر له مخې، په دې لیدنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د اوبو او انرژۍ اړوند پر بېلابېلو مسايلو رغنده بحثونه وشول.

سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ویلي چې حکومت یې د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند سیند د اوبو په اړه د ۱۳۵۱ هـ ل کال د معاهدې د بشپړې پلې کېدو په اړه ژمنتیا لري.

همدارنګه، د ایران د انرژۍ وزير هم یاد تړون ته د دغه هېواد ژمنتیا ته په اشارې ويلي چې ایران چمتو دی د بادي برېښنا د تولید، د برېښنا صادرات او د افغانستان لویو ښارونو ته د څښاک اوبو د لېږد په سترو پروژو کې د افغانستان اسلامي امارت سره همکاري او په دې اړه خپلې تجربې شريکې کړي.

په راپور کې راغلي، د کتنې په پای کې پرېکړه شوې چې د هلمند سیند د اوبو تړون مطابق د ایران د حقابې د ورکړې درېیو ځايونو د ټاکل کېدو په اړه عملي چارې د ټاکل شوي مهالوېش له مخې ډېر ژر پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د افغانستان او ايران پلاوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو ستونزې د حل په موخه ناستې او خبرې کړې دي.

د یو بل خبر له مخې، د ایران د انرژۍ وزیر د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر سره د هلمند پر اوبو او یو شمېر نورو اقتصادي موضوعاتو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت له خوا د زمري په ۱۹مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي د ایران د انرژۍ وزيرعلي اکبر محرابيان او مل پلاوي سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، ایراني پلاوي د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند د اوبو د ۱۳۵۱ کال د تړون پر تطبيق ټينګار وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، امیرخان متقي ایراني پلاوي ته د يادې موضوع په اړه د ترسره شوو اقداماتو يادونه وکړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ایراني پلاوي ته په دغه هېواد کې د افغان سوداګرو او کډوالو د ستونزو، له سرحدي کرښې سره د تړلو موضوعاتو او ټرانزیټې ودې په اړه تفصيلي خبرې وکړې.

د ایراني پلاوي مشر محرابيان وویل چې په افغانستان کې د زېربنا په برخه کې کافي فرصتونه شته او اېران چمتو دی چې د انرژۍ په توليد، کرنې، اوبو رسونې او د کانونو په کیندنو کې همکاري وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي،  دواړو لوريو ټينګار وکړ چې افغانستان او اېران ګډ اقتصادي، کلتوري او ټولنيز مشترکات لري، هڅه بايد وشي چې سيمه‌ييز او نړۍوال ناسالم رقابتونه يې د پرمختګ مخه ډپ نه کړي.

په دې ناسته کې د دوه اړخيزو اړيکو پر پياوړتيا، د ستونزو پر ډيپلوماتيک حل او د ورته ناستو پر دوام ټينګار وشو.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.