بامیان (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۱): د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د پالیسۍ او مسلکي مرستیال بامیان ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې د وحشي ژویو د ښکار پر مخنیوي ټينګار وکړ.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د پالیسۍ او مسلکي مرستیال ډاکټر زینالعابدین عابد په بامیان ولایت کې د وحشي ژویو پر ژوندي ساتلو او د هغوی د ښکار پر مخنیوي ټينګار وکړ.
نوموړي پرون (د وږي ۱۴مه) د بند امیر ملي پارک په ناسته کې له چاپېریاله د خلکو بېباکانه استفاده او د ژویو ښکار کول یې په هېواد کې یوه مهمه چاپېریالي ستونزه وبلله.
هغه وویل، په افغانستان کې د تېرو څلورو لسیزو ورانونکو جګړو د هېواد پر چاپېریال او د وحشي ژویو پر ژوند نه جبرانېدونکې اغېزې کړې چې د دغو نښتو له امله یو شمېر نادر حیوانات له افغانستانه تښتېدلي او یا نابود شوي دي.
د هغه په خبره، اړتیا ده چې په اوسنیو شرایطو کې افغانستان او په ځانګړي ډول بامیان ولایت کې د چاپېریال د تخریب او د وحشي ژویو د ښکار مخنیوی وشي.
دغهراز د وحشي ژویو ساتنې موسسې (WCS) مسوول محمدایوب علوي هم په دغه ناسته کې زیاتوي، دغه اداره هڅه کوي څو د معیشت د ښه کولو او عامه پوهاوي له لارې د یوه سالم چاپیریال درلودلو لپاره د خلکو د ګډون او حضور زمینه برابره کړي او د چاپېریال ساتنې موضوع په ټولنه کې یو فرهنګ وګرځي.
دا په داسې حال کې ده چې د بامیان اوسېدونکي په دغه ولایت کې د طبي بوټو له قاچاق کېدو او د ژویو له ښکاره شکایت لري.
د بامیان د مرکز یوه اوسېدونکي علي جمعه پژواک ته وویل: «د باښې، کبانو او طبي بوټو قاچاق په دغه ولایت کې د مشاهدې وړ دي او تر اوسه د مسوولینو له خوا کوم جدي اقدام نه دی شوی.»
د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محمدخواني رسا په دې اړه وایي، ټول امنیتي پرسونل ته سپارښتنه شوې چې د ولایت په کچه د هر ډول بې نظمیو او د ژویو د ښکار مخه دې ونیسي.
نوموړي زیاته کړه: «په هغه صورت کې چې مجاهدین او د سیمې اوسېدونکي د دغه ډول غېرمسوولانه فعالیتونو مرتکب شي، له هغو سره به قانوني چلند کېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې له تېرو څلورو لسیزو ډېرې مودې جنګونو له امله چاپېریال او په ځانګړې توګه وحشي ژوي ډېر زیانمن شوي او ډېر دغه ژوي تلف شوي او یا له هېواده تښتېدلي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن