ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د غوړیو کیفیت کنټرول لپاره دې ځانګړی لابراتوار جوړ شي»

«د غوړیو کیفیت کنټرول لپاره دې ځانګړی لابراتوار جوړ شي»

author avatar
15 Sep 2022 - 19:58
«د غوړیو کیفیت کنټرول لپاره دې ځانګړی لابراتوار جوړ شي»
author avatar
15 Sep 2022 - 19:58

کابل (پژواک، ۲۴وږی ۱۴۰۱): د طب برخې یو کارپوه په داسې حال کې له غوړو ډېره استفاده د روغتیا لپاره مضره ګڼي او سپارښتنه کوي، د ورځې باید په مناسبه اندازه استفاده شي؛ چې د افغانستان د درملو او خوړو ملي ادارې د سلګونه ټنه سرطان پیداکوونکو غوړیو د کشف او ضبط خبر ورکړی دی.

د یاد کارپوه په وینا، غوړي د انسانانو د خوړو مهمه برخه جوړوي؛ د انسان وجود د انرژي او کالوري په جوړونه کې ورته اړتیا لري، یو جوړ او بالغ انسان د ورځې اویا ګرام غوړ اخیستو ته اړتیا لري، خو له غوړو په زیاته کچه استفاده د وزن زیاتېدو، د زړه ناروغیو پیدا کېدو، د وینې غوړ ډېرېدو، د رګونو تنګېدو، شکر او نورو ناروغیو لامل کېدای شي.

ډاکټران: د ډېر غوړ درلودونکو خوړو له مصرفه ډډه وکړئ

د داخله ناروغیو عمومي متخصص ډاکټر سید فرید شاه رفیعي – چې شاوخوا ۱۶ کاله کېږي د وزیر محمد اکبرخان روغتون کې دنده ترسره کوي – پژواک خبري اژانس ته وویل: «غوړي د انسانانو د خوړو اساسي برخه جوړوي او وجود غوړو ته اړتیا لري، غوړ د میتابولیزم سیسټم په لوړېدو، د بدن حرارت درجې د تنطیم، د بدن معافیتي سیسټم لوړېدو او د ویټامینونو په جذب کې اغېزناک تمامېږي؛ ځکه چې په شحم کې منحل ویټامینونه له غوړیو پرته نه جذبېږي.

خو نوموړی د غوړیو د ټاکلې اندازې پر استفاده ټینګار کوي او وایي چې تر ټاکلې اندازې ډېر باید ونه کارول شي؛ څکه زیاته استفاده یې انسان د زړه، د وینې غوړ لوړېدو، د رګونو تنګېدو، شکر، د وزن ډېرېدو او نورو ناروغیو اخته کولای شي.

د هغه په وینا، د بدن د اړتیا وړ غوړ د وزن، سن او بدن د روغتیا پر اساس توپیر کوي او په عمومي ډول یو سالم انسان د ورځې اویا ګرام غوړو ته اړتیا لري.

دغه متخصص ډاکټر په بازار کې د جامد او مایع غوړیو ډولونو ته په اشارې خلکو ته سپارښتنه کوي چې له مایع غوړو دې استفاده وکړي ځکه د نورو غوړو پرتله یې زیانونه کم دي.

نوموړی د اوبلن غوړیو پر کارولو د ټینګار ترڅنګ وایي: «په ټوله کې که له غوړو زیاته او بې پروا استفاده وشي، که اوبلن وي یا هم جامد، ډېر زیانونه لري.»

هغه چې بار بار یې د ډېرو غوړو پر نه استفادې ټینګار کاوه، وویل، غوړي د ټولو لپاره مضر تمامېدای شي خو د هر چا په وجود کې یې زیانونه په بېلابېلو پړاوونو کې څرګندېږي؛ د بېلګې په توګه که ماشومان ډېر غوړ خوري، سمدستي اغېز نه لري، خو په اوږدمهال کې یې زیان په وجود کې څرګندېدای شي.

هغه زیاته کړه: «باید داسې یوه اداره وي چې د درملو او خوړو کیفیت تایید کړي چې اوس په هېواد کې د نورم او ستندرد اداره ده چې د درملو او خوړو کیفیت کنټرولوي خو که د غوړو د کیفیت کنټرول لپاره یو ځانګړی لابراتوار جوړ شي، ښه به وي.»

نوموړی خلکو ته توصیه کوي چې د غوړو په پېرلو کې دقت وکړي، باید پام یې وي چې غوړي رڼه وي او تیز بد بوی ونه لري او تروش نه وي.

هغه یو ځل بیا د یوه پیغام په ترڅ کې له خلکو وغوښتل: «پیغام مې دا دی چې خلک باید خپلې روغتیا ته پامل وکړي، کله چې له خوړو استفاده کوي، غذایي رژیم دې یې هم باید مناسب او متعادل وي، ډېر غوړ استفاده کول خپله د وزن پر ډېرېدو سربېره د زړه رګونو په سیسټم کې د ستونزو جوړېدو لامل کېږي، له غوړیو دې په مناسبه اندازه استفاده وشي، له سابو او مېوو دې هم استفاده وشي او همدارنګه د ورځې دې سپورټ او ورزش هم له یاده نه باسي.»

دغه راز د تغذیې برخې یوه کارپوه په انټرنېټي پاڼه کې تر «ایا له غوړیو استفاده روغتیا ته زیان لري؟» عنوان لاندې یوه مقاله خپره کړې چې په کې راغلي: «په ورځني خوراک کې د غوړو ډېر استعمال د زړه ناروغیو د خطر زیاتېدو ترڅنګ په خوړو کې ډېر غوړ کارول د وزن ډېردو، چاغښت او شکر ناروغیو لامل کېږي.»

په دې مقاله کې لیکل شوي، له ډېرو غوړو خوراکونو، په ځانګړي ډول له حیواني غوړو استفاده د سینې سرطان، د غټو کولمو او پروستات د سرطانونو په ګډون د سرطان د ځینو نورو ډولونو پيدا کېدو خطر زیاتوي.

د مقالې لیکوال لیکلي، ښه غوړي، مایع غوړي دي؛ مایع غوړي د اشباع شوو غوړو اسیدونه او د غوړ اسید ترانس نه لري.

د طب پوهان په داسې حال کې د غوړو د ډېر استعمال زیانونو ته اشاره کوي او خلکو ته توصیه کوي چې د هېواد په بازارونو کې بېلابېل غوړي پلورل کېږي.

د کابل ښار د تهیه مسکن په منډوي کې یو هټۍوال حسام‌الدین وایي، په بازار کې بېلابېل مایع او جامد غوړي چې له بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړې توګه له مالیزیا، دوبۍ او پاکستان هېوادونو واردېږي، پلورل کېږي.

نوموړی وایي، د غوړو د کیفیت په اړه نه پوهېږي خو که د هېواد خپل تولیدات وای، ښه به شوي وو.

هېوادوال د غوړو د کیفیت د کنټرول غوښتونکي دي

د کابل ښار یوه اوسېدونکي شهاب‌الدین وویل، په بازار کې بېلابېل غوړي پلورل کېږي او خلک د اقتصادي ستونزو له امله له هغو غوړو ګټه اخلي چې کمه بیه ولري.

هغه وایي: «موږ تل اورو چې بې کیفیته غوړي هېواد ته واردېږي چې د روغتیا لپاره ډېر زیان لري، له همدې امله له حکومته غواړو چې د غوړو پر کیفیت باندې کنټرول ولري.»

په همدې حال کې د کابل ښار یوه اوسېدونکي موسی امیري وویل: «غوړ بېلابېل ډولونه لري، موږ په خپل کور کې د سوپرالنوید له غوړو استفاده کوو؛ ځکه چې روغتیا ته زیان نه لري او ډاکټر هم زموږ لپاره همدغه غوړي توصیه کړي دي.»

هغه هم د غوړیو د کیفیت کنټرول غواړي.

سرطان پيدا کوونکي سلګونه ټنو غوړيو کشف او ضبط

د افغانستان د درملو او خوړو ملي ادارې وياند ډاکټر جاوېد هژیر پژواک ته وويل چې د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره په ۱۳۹۹ کال کې د محصولاتو، درملو او خوړو برخو چارو د ښه تنظیم، د نړۍوالو او ملي معیارونو رعایتولو او کیفیت لرونکو او صحي محصولاتو، خوړو او درملو ته د لاسرسي په موخه جوړه شوې وه او په ۱۴۰۰ کال کې د یوې خپلواکې ادارې په توګه اعلان شوه.

نوموړی وایي، د دې ادارې اساسي دنده په ګمرکونو کې د واردېدونکو درملو او خوراکي توکو څارنه او کنټرول دی.

نوموړي زیاته کړه: «د یوه عملیات په ترڅ کې د ۳۲۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۵۰ ټنه بې‌کیفیته غوړي چې د سرطان زېږوونکو موادو درلودونکي وو او له پاکستانه افغانستان ته واردېدل، ونیول شول.»

هژیر وایي، له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي، چې ځیني یې د «استخباراتو د ۰۷ رياست» له لارې عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل کېږي او په ځينو مواردو کې به د سرغړوونکي درملتون یا پلورنځي په موقت ډول مهرلاک کېږي.

د هغه په وینا، نغدي جریمې او د جواز سلبول له هغو مجازاتو دي چې سرغړوونکو ته د هغوی د جرم پر اساس ټاکل کېږي.

Views: 49

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.