مزارشریف (پژواک، ۴ لړم، ۱۴۰۱): د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې نامعلومو وسلهوالو مشهور جراح ډاکټر اسدالله شارق وژلی او ډریور یې ټپي کړی دی.
د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند محمد آصف وزیري د لړم په ۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پېښه نن ماښام په شاوخوا شپږو بجو د ولایت مرکز مزار شریف ښار د اوومې حوزې اړونده کارته صلح سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه، ډاکتر شارق په داسې حال کې چې خپل کور ته روان و، پر لاره نامعلومو وسله والو پرې ډزې کړې او هغه یې وژلی دی.
وزیري وایي په دغه پېښه کې د نوموړي ډریور هم ټپي دی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP