ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې یو نامتو جراح اسدالله شارق وژل شوی

بلخ کې یو نامتو جراح اسدالله شارق وژل شوی

author avatar
26 Oct 2022 - 22:07
بلخ کې یو نامتو جراح اسدالله شارق وژل شوی
author avatar
26 Oct 2022 - 22:07

مزارشریف (پژواک، ۴ لړم، ۱۴۰۱): د بلخ  ولایت مرکز مزارشریف ښار کې نامعلومو وسله‌والو مشهور جراح ډاکټر اسدالله شارق وژلی او ډریور یې ټپي کړی دی.

د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند محمد آصف وزیري د لړم په ۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پېښه نن ماښام په شاوخوا شپږو بجو د ولایت مرکز مزار شریف ښار د اوومې حوزې اړونده کارته صلح سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه، ډاکتر شارق په داسې حال کې چې خپل کور ته روان و، پر لاره نامعلومو وسله والو پرې ډزې کړې او هغه یې وژلی دی.

وزیري وایي په دغه پېښه کې د نوموړي ډریور هم ټپي دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.