ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د ۲۲ ولایتونو ترمنځ د ووشو سیالۍ پيل شوې

لوګر کې د ۲۲ ولایتونو ترمنځ د ووشو سیالۍ پيل شوې

author avatar
12 Nov 2022 - 15:20
لوګر کې د ۲۲ ولایتونو ترمنځ د ووشو سیالۍ پيل شوې
author avatar
12 Nov 2022 - 15:20

پُل‌علم (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۱): د لوګر په مرکز پُل‌علم کې د ۲۲ ولایتونو د ووشو لوبډلو ترمنځ درې ورځنۍ سیالۍ پيل شوې.

د هېواد د المپیک ملي کمېټې او سپورټ رییس انجنیر نظرمحمد مطمئن وویل چې دغه سیالۍ د ووشو ملي لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو د انتخاب په موخه ترسره کېږي.

ده وویل، یادې سیالۍ به درې ورځې دوام وکړي او له ۲۲ ولایتونو څخه ۱۲۷ لوبغاړي پکې ونډه لري.

د ووشو ملي فدراسیون رئیس بلبل‌شاه خالد هم د یادو سیالیو د پيل په مراسمو کې وویل: «د دغو سياليو په ترڅ کې به د ځوانانو کټګورۍ ساندا په برخه کې ۳۲ تنه او د تالو په برخه کې دوه تنه د ملي لوبډلې لپاره غوره شي.»

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.