Language

ننګرهار کې یو کس چې د امارت او وسله‌والو ډلو په نومونو يې له خلکو پيسې اخیستې، نیول شوی

جلال‌اباد (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۱): د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست وایي، د دغه ولايت د استخباراتو رياست له لوري یو کس نيول شوی چې د اسلامي امارت او وسله‌والو ډلو په نومونو يې له خلکو پيسې اخیستې.

نيول شوی کس اعتراف کوي چې خلک يې د اسلامي امارت، د پاکستاني طالبانو تحريک او داعش وسله‌والو ډلو په نومونو ګواښل او پيسې يې ترې اخېستې.

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د رسنيو د همغږۍ مسوول قريشي بدلون نن (د لړم ۲۸مه) پژواک اژانس ته وويل، د دغه ولايت د استخباراتو رياست له لوري د محب‌الله په نوم يو کس نيول شوی چې له خلکو يې په بېلابېلو نومونو پيسې اخېستې.

دی وايي، نيول شوی کس په ياده اداره کې تر پلټنو لاندې دی او ډېر ژر به يې قضيه عدلي او قضايي ارګانونو ته ولېږل شي.

login or register a new account.