منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۲ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې یو کس چې د امارت او وسله‌والو ډلو په نومونو يې له خلکو پيسې اخیستې، نیول شوی

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۱۷ کتنې

جلال‌اباد (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۱): د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست وایي، د دغه ولايت د استخباراتو رياست له لوري یو کس نيول شوی چې د اسلامي امارت او وسله‌والو ډلو په نومونو يې له خلکو پيسې اخیستې.

نيول شوی کس اعتراف کوي چې خلک يې د اسلامي امارت، د پاکستاني طالبانو تحريک او داعش وسله‌والو ډلو په نومونو ګواښل او پيسې يې ترې اخېستې.

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د رسنيو د همغږۍ مسوول قريشي بدلون نن (د لړم ۲۸مه) پژواک اژانس ته وويل، د دغه ولايت د استخباراتو رياست له لوري د محب‌الله په نوم يو کس نيول شوی چې له خلکو يې په بېلابېلو نومونو پيسې اخېستې.

دی وايي، نيول شوی کس په ياده اداره کې تر پلټنو لاندې دی او ډېر ژر به يې قضيه عدلي او قضايي ارګانونو ته ولېږل شي.

د استخباراتو رياست له لوري په يوه خپره شوې ويډيو کې نيول شوی کس اعتراف کوي او وايي، لومړی يې خلک ګواښل او بيا يې ترې پيسې اخېستې.

هغه وایي: «ما په ننګرهار ولايت کې خلک تهديدول، جمله مې ۱۹ کسانو ته تهديد ورکړی، ټولو نه مې پيسې نه دي اخېستي يو څو نه مې اخېستې دي، ما تهديدونه ورکول د تحريک طالبانو په نوم، د اسلامي امارت په نوم او د داعش په نوم باندې.»

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د استخباراتو رياست له لوري په ورته قضيو کې يو شمېر کسان نيول شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه