کابل (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۱): د چاپېریال ساتنې روزنیزې او پرمختیایي موسسې/ EPTDO مشر وايي، د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون په ۲۷م نړۍوال کنفرانس کې د نړۍ ډېرو هېوادونو په نامستقیم ډول له افغانستان سره د اقلیم بدلون په برخه کې مرستو ته چمتووالی وښود.
د دغې موسسې مشر عبدالهادي اڅکزي نن د لېندۍ په ۳مه، په کابل پوهنتون کې د یوې خبرې غونډې پر مهال د یاد کنفرانس جزییات له رسنیو سره شریک کړل.
ده وویل: «زه د ملګرو ملتونو په رسمي بلنه دغه کنفرانس ته دعوت شوی وم، خو د سیاسي رسمي نماینده په حیث نه بلکې د غیر سیاسي نماینده په حیث؛ څو د اقلیم بدلون له امله د افغانستان زیانمن شوی تصویر نړۍوالو ته وړاندې کړم.»
هغه زیاته کړه، په دغه نړۍوال کنفرانس کې د نړۍ د ګڼو هېوادونو ټینګار پر دې و چې باید د اقلیم بدلون بحران د کنټرول په برخه کې عملي ګامونه پورته شي.
هغه زیاته کړه، په دغه کنفرانس کې د نړۍ پرمختللي هېوادونه اړ وبلل شول څو له هغه هېوادونو سره- چې د پرمختګ په حال کې دي او یا یې لږ پرمختګ کړی - د اقلیم بدلون په برخه کې مرسته وکړي.
دی وايي، په کنفرانس کې د نړۍ ډېرو هېوادونو د اقلیم بدلون اړوند خپل راپورونه وړاندې کړل، خو افغانستان ته د سیاسي ملحوظاتو له امله د راپور وړاندې کولو چانس ور نه کړل شو.
اڅکزي وویل: «افغانستان د دغه کنفرانس په رسمي اجنډا کې شامل نه و، خو موږ د نړۍ له زیات شمېر هېوادونو سره ناستې درلودې او هېوادونه په رسمي ډول نه بلکې په غیر رسمي ډول دې ته تیار ول چې د ملګرو ملتونو او نړۍوالو بنسټونو له لارې له افغانستان سره د اقلیم بدلون په برخه کې مرسته وکړي.»
د ده په خبره، د «جي۲۰» غړي هېوادونه هم چمتو وو چې له افغانستان سره د اقلیم بدلون په برخه کې مرسته وکړي.
د نوموړي په وینا، د زرغون اقلیم بدلون مالي صندوق، نړۍوال بانک او د اسیا پراختیایي بانک هم له افغانستان سره د اقلیم بدلون په برخه کې مرستو ته چمتووالی وښود.
ده وویل، په دغه کنفرانس کې پرېکړه وشوه څو یو وجهي صندوق جوړ کړي، پرمختللي هېوادونه به د دغه صندوق له لارې له نورو هېوادونو سره د اقلیم بدلون په برخه کې مرسته کوي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په کنفرانس کې پر دې هم پرېکړه وشوه څو یو داسې میکانیزم جوړ شي چې د ځمکې حرارت کنټرول کړي.
د ده په وینا، ډېرو هېوادونو پر دې اعتراف وکړ چې افغانستان د «ګلخانهیي ګازونو» په تولید کې رول نه لري.
«ګلخانهيي ګازونه» په ډېره پېمانه د نفتو، طبیعي ګاز او ډبرو سکرو له سوځولو او همدارنګه له ژونديو موجوداتو د کاربن ډای اکسايد (CO2) ازادېدلو څخه د ځينو انساني کړنو په واسطه اتموسفير ته پورته کېږي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د تېرې لړم میاشتې په ۱۶مه، یوه اعلامیه کې ویلي و چې افغانستان د اقلیم په بدلون کې هیڅ رول نه لري، خو د یاد بدلون له امله په روان کال کې دوه میلیارد ډالر زیانمن شوی دی.
د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون دغه ۲۷م نړۍوال کنفرانس د تېرې لړم میاشتې په ۱۵مه، د مصر په «شرم الشیخ» ښار کې جوړ شوی و او د دې میاشتې تر ۲۷مې نېټې یې دوام وکړ چې د شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو استازو پکې ګډون کړی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP