د چاپېریال ساتنې روزنیزې او پرمختیایي موسسې/ EPTDO مشر وايي، د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون په ۲۷م نړۍوال کنفرانس کې د نړۍ ډېرو هېوادونو په نامستقیم ډول له افغانستان سره د اقلیم بدلون په برخه کې مرستو ته چمتووالی وښود.