اټلانټا (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۱): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، پر سفارت یې تر برید وروسته له کابل څخه د خپلو ډیپلوماتانو ایستلو او یا هم د سفارت تړلو هیڅ پلان نه لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان له سرپرست حکومت سره په اړیکو کې دی او هغوی د سفارت او ډیپلوماتانو د امنیت ډاډ ورکړی دی.
سرچینې زیاته کړې، دمګړۍ د سفارت تړلو او یا هم د ډیپلوماتانو ایستلو هیڅ پلان نه لري.
د پاکستان حکومت پرون ویلي وو چې په کابل کې یې پر سفارت هغه مهال وسلهوال برید وشو چې شارژدافیر عبیدالله نظاماني د سفارت په انګړ کې ګرځېده.
سرچینې زیاته کړې وه، په یاد برید کې یو ساتونکی ټپي شوی چې په چورلکه کې اسلاماباد ته ولېږدول شو.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه ټویټ کې د یاد برید د غندلو ترڅنګ لیکلي، مغرضو کړیو ته به هیڅکله اجازه ورنه کړي چې په کابل کې د ډیپلوماتيکو ماموريتونو امنيت وګواښي.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وایي، امنیتي ځواکونو په سیمه کې د پلټنو پرمهال له یوه کور څخه یو شکمن کس له دوه میله سپکو وسلو سره نیولی دی.
بلخوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي بلاول بوټو زرداري ته ټېلېفون کړی او د یاد برید په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.