ژبه

د کاپيسا ولایت د علماوو شورا جوړه شوه

کابل (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۱): چارواکي وایي، د کاپيسا ولایت د علماوو پنځلس‌کسیزه شورا جوړه شوه چې د اړوندو موضوعاتو په اړه به د ولایت مسوولینو ته د شریعت په رڼا کې مشورې ورکوي.

د «اسلامي امارت» ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه شورا د مولوي هبة‌الله اخندزاده د فرمان له مخې د چارو د سمون په موخه جوړه شوې ده.

هغه وایي، علماء او متنفذین د دې شورا د مسوولینو او غړو په توګه ټاکل شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، مولوي احسان‌الله د علماوو شورا د مشر په توګه، مولوي صبغت‌الله د شورا د مرستیال په توګه، مولوي محمد شریح د شورا د غړي او اداري او مالي چارو د مسوول په توګه، مولوي محمد فرید، مولوي رفیع الحق، مولوي عبدالستار، شیخ سید اشرف، مولوي جمیل‌الرحمن، مولوي احسان‌الله، شیخ محمد تراب، معلم عبدالعزیز، حاجي غلام ایشان، حاجي محمد فاروق، حاجي عرب شاه او انجنیر شېرآغا د یادې شورا د غړو په توګه وټاکل شول.

دی وایي، د یادې شورا مسوولین او غړي مکلفیت لري چي له خپلې لایحې سره سم د کاپیسا د چارو د ښه سمون لپاره او د محول شوو موضوعاتو په اړه د ولایت مسوولینو ته د شریعت په رڼا کې مشورې ورکړي.

مجاهد وایي، د ولایت مسوولین مکلف دي چې د علماوو شورا پر مشورو د دوی د لایحې مطابق عمل او د لایحې په اجراء کې هم پوره هڅه وکړي.

ورته موضوع