Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د میدان‌وردګو ځیني خلک وايي، د دغه ولایت لرغوني ځایونه د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي

ميدان‌ښار (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۱): د میدان‌وردګو یو شمېر اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې ډېری تاریخي ځایونه د تخريبېدو له ګواښ سره مخ دي.

د میدان‌وردګو د چک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمدحامد بها پژواک خبري آژانس ته وویل، په دغه ولایت کې ډېر داسې ځایونه شته چې د هېواد تاريخي هویت ګڼل کېږي او ساتنه يې د خلکو او حکومت ګډ مسوولیت دی.

ده وویل: «وردګ یو تاریخي ولایت دی، ډېرې داسې ابدې لري چې لرغونتوب يې شاوخوا ۳۰۰ کلونو ته رسېږي او دا د هېواد د هویت لپاره ارزښت لري، خلک او حکومت یې باید په ګډه ساتنه وکړي.»

نوموړي زیاته کړه، د دوی په سیمه کې د ګوډه نهه‌برجه کلا، د بسکمند حسین کلا او چک بند ته څېرمه د پخواني پاچا محمدظاهرشاه هوټل تاریخي ځایونه دي خو په وینا يې، اوس يې ډېرې برخې تخریب شوې دي.

د دغه ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ اوسېدونکی محمدوصیل صالحي هم وايي، د دوی په سیمه کې ډېر لرغوني ځایونه شته چې اوس د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.

ده وویل: «دلته ډېر لرغونې اثار چې د هېواد په کچه شهرت لري، وران شوي او پخوانی حالت یې له لاسه ورکړی دی، دا د مېړانې تاریخونه او ویاړونه باید وساتل شي څو راتلونکي نسلونه ورباندې وویاړي.»

د دغه ولایت لیکوال او شاعر احسان‌الله بمبي‌وال پخواني اثار او ځایونه د هېواد ملي شتمني او ساتنه يې د ملت او حکومت ګډ مسوولیت ګڼي.

هغه وویل: «په دایمیرداد ولسوالۍ کې کافرکلا، کلاخ بتان، ارګ او نرخ ولسوالۍ کې تر ځمکې لاندې د الغتا ښارګوټی تاریخي ځایونه دي چې زموږ د هېواد له هویت سره تړاو لري.»

نوموړي له حکومته وغوښتل چې د تخریب له ګواښ سره مخ تاریخي ځایونه دې بېرته ترمیم کړي او د ورانېدو مخه دې يې ونيسي.

بلخوا د ولایت مسوولین وايي، د تاریخي ځایونو ساتنې ته ژمن دي او د ورانېدو مخه يې نیسي.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د تاریخي ابداتو او میراثونو مدیر محمدنسیم رسا پژواک خبري آژانس ته وویل، د ولایت په کچه ۷۶ تاریخي ځایونه شتون لري چې ۱۸ یې په رسمي ډول له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره ثبت شوي دي.

رسا وویل، هڅه یې دا ده چې د ولایت په کچه ټول لرغوني اثار او ځایونه ثبت کړي څو د غصب او ویجاړېدو مخه يې ونیول شي.

د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حبیب‌الله مجاهد هم ژمنه وکړه چې له دغو تاریخي ځایونو او اثارو به ساتنه کوي او چا ته به یې د خپلسرو کیندنو او تخریبولو اجازه ورنه کړي.

مجاهد وویل: «موږ به دغه لرغوني اثار له نږدې وګورو او ترمیم ته به یې ځانګړې پاملرنه وکړو.»

نوموړي زیاته کړه، د هېواد لرغونو اثارو د ساتنې په موخه د ولایت په کچه د یو نظامي موزیم جوړولو پلان لري چې په وینا يې، د شوروي او امریکا د وخت ویجاړ شوي نظامي وسایط او تجهیزات به په کې د یو ژوندي تاریخ په بڼه ساتل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.