Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې یوه فابریکه هره ورځ ۵ زره بېلچې تولیدوي

کندهار (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۱): د کندهار په صنعتي پارک کې د یو میلیون ډالرو په پانګونه یوه فابریکه جوړه شوې چې هره ورځ پنځه زره بېلچې تولیدوي.

د دغې فابریکې مسوول شمس‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، شاوخوا یوه میاشت کېږي چې اړتیا ته په کتو یې د بېلچو تولید فابریکه جوړه کړې او یو میلیون ډالر پانګونه یې پرې کړې ده.

هغه زیاته کړه، اوسمهال په دغه فابریکه کې ۱۲۰ کسان کار کوي او په ۲۴ ساعتونو کې ۵ زره بېلچې تولیدوي.

نوموړی وايي، دغه پانګونه یې په داسې حال کې کړې چې په کندهار کې برېښنا په نشت حساب ده او د فابریکې مشینرۍ چلولو لپاره د برېښنا پر برابرولو ډېر لګښت کوي.

د هغه په خبره، افغانستان یو کرنیز هېواد دی او ډېر کرنیز وسایل له بهره واردېږي، د دې لپاره چې د بېلچو اړتیا په کور دننه پوره شي، دغه فابریکه یې جوړه کړه.

شمس‌الله زیاته کړه: «زموږ لویه ستونزه د برق ده، که برق وي موږ کولای شو په ۲۴ ساعتونو کې ۳۰ زره بېلچې تولید ولرو او بیا به تر شپږ سوه ډېر کسان په مستقیم ډول کار راسره کوي.»

نوموړی وایي، د بېلچو تولید لپاره خام مواد په کور دننه پیدا کېږي او له هغې سختې اوسپنې جوړېږي چې ویلي کول یې قوي برېښنا ته اړتیا لري.

د یادې فابریکې کارکوونکي وایي، خوشحاله دي چې په دغه فابریکه کې پر کار بوخت دي او له دې لارې خپلو کورنیو ته نفقه برابروي.

د حضرت ولي په نوم یوه کارګر پژواک خبري اژانس ته وویل، سهار راځي او تر ماسختن پورې کار کوي او له خپل کار څخه خوښ دی.

ده زیاته کړه: «زه خوشحاله یم چې په دې بېکارۍ کې د کار زمینه راته برابره شوې او ښه معاش راکول کېږي.»

د عبدالسلام په نوم بل کارګر وایي، په دې وروستیو کې بې‌کاري ډېره شوې، د دغې فابریکې په څېر دې په نورو برخو کې هم پانګونه وشي څو بې‌روزګاره ځوانان پر کار وګومارل شي.

هغه وویل: «زما غوښتنه دا ده چې نورې فابریکې جوړې شي او بل د برق مشکل حل شي، ځکه چې د برق مشکل نه وي کېدای شي ډېر کسان فابریکې جوړې کړي او کارونه پيل کړي.»

پر همدې مهال، د کندهار د صنایعو او کانونو خونې رییس سید سرور اماني وايي، دا مهال په دغه ولایت کې ۱۲ د فلزاتو او اوسپنې ویلي کولو فابریکې فعالیت لري چې بېلابېل توکي تولیدوي.

ده زیاته کړه، پانګه‌وال هڅه کوي په هېواد کې دننه د خلکو اړتیاوې پوره کړي او بهرنیو توکو کارولو ته اړ نه شي، خو د برېښنا کمښت هغه څه دي چې د پانګه‌والو د پانګونې مخه یې ډب کړې ده.

هغه وویل، کندهار برېښنا ته سخته اړتیا لري او باید دې برخې ته پام ډېر شي څو دلته صنعت ډېره وده وکړي.

نوموړی وایي: «د برېښنا کمښت تر ټولو لویه ستونزه ده، که فابریکه‌وال خپله د جنراتورونو برېښنا وکاروي د دوی مصارف ډېرېږي، خو که دولت برېښنا ورته برابره کړي نو د دوی لګښتونه کمېږي او دوی پانګونه زیاتوي چې ورسره زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابرېږي.»

صنعتګر وایي، په صنعتي پارک کې داسې فابریکې شته چې که له خپلې برېښنا کار واخلي، په ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۹ زره ډالر پر تېلو مصرفېږي.

د کندهار صنعتي پارک ته دا مهال یوازې اته ساعته د ډېزلي جنراتورونو او سولر برېښنا ورکول کېږي چې دا برېښنا هم د لویو فابریکو د ماشینونو چلولو وړتیا نه لري.

دا مهال د کجکي برېښنا هم پر کندهار او هلمند د اوبو کمښت له امله بنده شوې او په کندهار کې یوازې د ډېزلي جنراتورونو او سولر له برېښنا څخه کار اخیستل کېږي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.