کابل (پژواک، ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳): د تېرو اوو ورځو مخکې په پرتله نن کابل ښار کې د عربي او روسي سرو زرو بیې لوړې شوې خو د نفتي او لومړنیو خوراکي توکو بیو کې کوم بدلون نه دی راغلی.
کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن هم لکه د تېرې شنبې په څېر د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو عمده بیه ۱۳۵۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانیو وریجو بیه ۲۶۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي ۱۷۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره ۲۴۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانیو پلورل کېږي.
د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.
د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفيزاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۴۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۸۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د نفتي توکو بیې
د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک ته وویل چې نن هم لکه تېره شنبه د یو لېتر پټرولو بیه ۶۰ افغانۍ او یو لېټر ډیزل په ۵۹ افغانیو پلوري.
دغهراز د کابل ښار په کلوله پښته کې د محمدشریف په نوم د ګاز یوه پلورونکي وویل چې نن لکه د تېرو اوو ورځو په څېر یو کیلوګرام اوبلن ګاز په ۵۴ افغانیو پلورل کېږي.
د سرو زرو بیې
د کابل په تیمورشاهي واټ کې د حاجي حامد صالحزاده زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۴۹۰۰ نه ۵۱۰۰ افغانیو او دیو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۳۹۰۰ نه ۴۱۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د سرو زرو د پلورونکو په خبره، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو بدلون، په نړۍوالو بازارونو کې د هغه د بیو له بدلون سره تړاو لري.
د سعارو بیې
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي محمدحسین پژواک ته وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۷۲ اعشاریه ۲۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۳ افغانیو بدلېږي.
دا په داسې حال کې ده د روان کال د مرغومي میاشتې په ۱۵مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۰ اعشاریه ۵۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۰ افغانیو تبادله کېدې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP