Language

د سوداګرۍ رييس: ننګرهار کې نهه لويو فابريکو ته د فعاليت جواز ورکول شوى

جلال‌اباد (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۱): د ننګرهار د سوداګرۍ او صنعت رييس وايي، په دغه ولايت کې په روان کال کې ۶۰۰ نوي کاري جوازونه وېشل شوي چې په کې نهه لوې فابريکې هم شاملې دي.

دغه څرګندونې د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رييس سيد عبدالبصير پاچا نن د يوې خبري غونډې پرمهال وکړې.

هغه وويل، د تحول له پيله تر دې دمه يې څه باندې ۵۰ ميليون افغانۍ عوايد راټول کړي او د دولت خزانې ته يې سپارلي دي.

نوموړي زياته کړه چې په دغه ولايت کې ۳۵۰ فابريکې فعاليت کوي او ۸۰۰۰ کسانو ته پکې د کار زمينه برابره شوې ده.

login or register a new account.