منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۶ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د سوداګرۍ رييس: ننګرهار کې نهه لويو فابريکو ته د فعاليت جواز ورکول شوى

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۵۱ کتنې

جلال‌اباد (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۱): د ننګرهار د سوداګرۍ او صنعت رييس وايي، په دغه ولايت کې په روان کال کې ۶۰۰ نوي کاري جوازونه وېشل شوي چې په کې نهه لوې فابريکې هم شاملې دي.

دغه څرګندونې د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رييس سيد عبدالبصير پاچا نن د يوې خبري غونډې پرمهال وکړې.

هغه وويل، د تحول له پيله تر دې دمه يې څه باندې ۵۰ ميليون افغانۍ عوايد راټول کړي او د دولت خزانې ته يې سپارلي دي.

نوموړي زياته کړه چې په دغه ولايت کې ۳۵۰ فابريکې فعاليت کوي او ۸۰۰۰ کسانو ته پکې د کار زمينه برابره شوې ده.

هغه وايي، هڅه کوي چې د صنعتي پارک فابريکو لپاره دايمي برېښنا برابره او ياد ښارګوټي ته تللي سړکونه ترميم کړي.

د صنعت او سوداګرۍ رئيس همداراز پانګه‌ولو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې او غوښتنې یې له مرکز سره د حل په موخه شريکې کړې او په ټول توان هڅه کوي چې پانګه‌والو او فابريکه‌لرونکو ته لازمې اسانتياوې برابرې کړي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ننګرهار کې يې روان کال ۶۰۰ نوي کاري جوازونه وېشلي او دغه‌راز تر ۸۰۰ زاړه جوازونه يې هم تمديد کړي دي.

هغه وايي: «موږ د صنعت د پراختيا او جوازونو د وېش او تمديد برخه کې کار کوو، له سياسي تحول وروسته موږ د جوازونو د تمديد او نويو جوازونو د وېش لړۍ هم چټکه کړې او هم مو اسانه کړې ده؛ د همدغو هلو ځلو په نتیجه کې سلګونه نوي کاري جوازونه وېشل شوي چې په ډله کې يې ۹ لویې فابريکې هم دي چې دغه فابریکې د صابون، شامپو، چاکلېټو، بېسکوېټو، کېک او نورو برخو کې توليدات کوي.»

د يادونې ده، د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست له خوا اطلاعاتو ته د لاسرسي په موخه هره سه‌شنبه د دغه ولايت د رييسانو د فعاليتونو خبري کنفرانسونو لړۍ پيل شوې چې دغه کنفرانس يې هم يوه برخه وه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد