جلالاباد (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۱): د ننګرهار کانال رياست وايي، د پنځو خصوصي شرکتونو په مالي او تخنيکي همکارۍ يې پر ۳۰۰ جريب ځمکه د کبانو روزنې فارمونو جوړولو چارې پیل کړې دي.
د کانال رياست وايي، تر اوسه يادو شرکتونو د دغو فارمونو جوړېدو په برخه کې ۹ ميليون افغانۍ پانګونه او لسګونه کسانو ته يې د کار زمينه برابره کړې ده.
د يادو خصوصي شرکتونو مسوولين وايي، هڅه کوي چې خلکو ته د کاري زمینې برابرولو ترڅنګ د کورنیو تولیداتو زیاتوالي برخه کې کار وکړي.
د ننګرهار ولايت د کانال رييس مولوي غلامرحمن کظيم د سلواغې په ۳مه پژواک اژانس ته وويل، د کانال ادارې اړوند د هډې فارم په ثمرخېلو سيمه کې يې پر ۳۰۰ جريب ځمکه د کبانو د روزنې فارمونو جوړېدو کارونه پيل کړي دي.
login or register a new account.