منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۶ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې پر ۳۰۰ جريب ځمکه د کبانو روزنې فارمونه جوړېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۰۴ کتنې

جلال‌اباد (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۱): د ننګرهار کانال رياست وايي، د پنځو خصوصي شرکتونو په مالي او تخنيکي همکارۍ يې پر ۳۰۰ جريب ځمکه د کبانو روزنې فارمونو جوړولو چارې پیل کړې دي.

د کانال رياست وايي، تر اوسه يادو شرکتونو د دغو فارمونو جوړېدو په برخه کې ۹ ميليون افغانۍ پانګونه او لسګونه کسانو ته يې د کار زمينه برابره کړې ده.

د يادو خصوصي شرکتونو مسوولين وايي، هڅه کوي چې خلکو ته د کاري زمینې برابرولو ترڅنګ د کورنیو تولیداتو زیاتوالي برخه کې کار وکړي.

د ننګرهار ولايت د کانال رييس مولوي غلام‌رحمن کظيم د سلواغې په ۳مه پژواک اژانس ته وويل، د کانال ادارې اړوند د هډې فارم په ثمرخېلو سيمه کې يې پر ۳۰۰ جريب ځمکه د کبانو د روزنې فارمونو جوړېدو کارونه پيل کړي دي.

هغه زياته کړه، دغه ځمکه خصوصي سکټور ته په قرارداد ورکړل شوې او تر اوسه د پنځو شرکتونو له لوري پرې ۹ ميليون افغانۍ لګښت راغلی دی.

د مولوي کظيم په وينا، خصوصی شرکتونه توانېدلي چې تر اوسه د کبانو د روزنې لوی ډنډونه جوړ کړي، د اوبو يوه لويه وياله هم ورتېره کړي او په نږدې وختونو کې به ورته کبان هم د روزنې په موخه راوړل شي.

عبدالوهاب خان چې په دغه ۳۰۰ جريب ځمکه کې يې د يوې برخې پر رغونې پانګونه کړې وايي، موخه يې هېوادوالو ته د خپل وطن توليد کبانو عرضه کول او خلکو ته د کار زمينې برابرول دي.

دی زياتوي: «زموږ بازارونه همدا اوس هم د پاکستان توليد کبانو نه ډک دي، تر کومه به د بل لاس ته محتاج يو، په همدې خاطر مې دلته پانګونه وکړه چې راتلونکي کې د هېواد د خپلو توليد کبانو برخه کې د خپلو هېوادوالو خدمت وکړم.»

حضرت نور ساپی چې له تېرو شاوخوا ۸ مياشتو راهېسې ورته د کبانو روزنې د دغو فارمونو جوړېدو برخه کې د کار زمينه برابره شوې وایي، که ټول سوداګر او بډای هېوادوال همداسې د خپل هېواد د توليداتو زياتوالي برخه کې پانګونه وکړي، له يوې خوا به ځوانان له بې‌روزګارۍ خلاص شي او له بل پلوه به د هېواد خپل توليدات هم ډېر شي.

د ننګرهار کانال رياست د معلوماتو له مخې، همدا اوس هم پر ۵۰۰ جريب ځمکه  ۳۹ د کبانو لوی فارمونه جوړ شوي چې په نږدې وختونو کې به يې توليدات بازار ته وړاندې شي.

د کانال اداره وايي، دوی هڅه کوي چې د ننګرهار او نږدې ولايتونو د کبانو اړتيا له همدغه ولايته پوره کړي او د کبانو روزنې صنعت ته پراختيا ورکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد