زرنج (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۱): د نیمروز د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د ښوونکو او درسي کتابونو کمښت د دغه ولایت په ولسوالیو کې د ډېرو ښوونځیو د تړل کېدو لامل شوی دی.
د نیمروز د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال مولوي ګلبدين شريفي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، د دغه ولایت پوهنې رياست له کلونو راهيسې په بېلابېلو برخو کې له کمښت سره مخ دى او دې ستونزې د ښوونې او روزنې بهير ټکنى کړى دى.
هغه د ښوونکو او درسي کتابونو کمښت، ښوونځیو ته د ودانیو نشتوالی، په ولسوالیو کې د ښوونځیو غیرفعاله کېدل او د ښوونځیو ترمیم لپاره د بودجې نه شتون د نیمروز د پوهنې برخې له اساسي ستونزو بولي.
نوموړي څرګنده کړه، اوسمهال د نيمروز ولايت پوهنې رياست د ۵۰۰ ښوونکو له کمښت سره مخ دى چې له همدې امله د ولسواليو ډېرى ښوونځي تړل شوي دي.
هغه زياته کړه: «په هره ولسوالۍ کې له دوو تر درېیو ښوونځي فعال دي، پاتې نور يې غيرفعال دي، د بېلګې په توګه موږ په خاشرود ولسوالۍ کې شاوخوا ١٦ ښوونځي لرو چې له دې جملې ٣ يې فعال او پاتې نور يې د ښوونکو کمښت له امله غېرفعال دي؛ ځکه چې د جمهوري حکومت له لومړیو د نیمروز پوهنې ریاست ته تشکیل نه دی ورکړل شوی، ښوونکي حقالزحمهیي یا قراردادي وو چې د جمهوريت له سقوط وروسته دا پروسه لغوه شوه او د ښوونکو کمښت له جدي ستونزې سره مخ شو.»
شریفي د مسلکي کادرونو نشتوالی د ولسواليو په کچه بله لويه ستونزه وبلله او زياته يې کړه: «په يوه ولسوالۍ کې ٣٢ بستونه خالي وو، هغه کسان چې کاندید شوي وو یوازې دوه تنه یې کامیاب شول، ځکه چې کادرونه نشته.»
د هغه په وينا، په ولسواليو کې ډېرى ښوونځي ودانۍ نه لري، ځكه د ودانيو جوړولو او ترميم لپاره بودجه نشته؛ د زرنج په مركز كې د دوو موسسو په مرسته د ښوونځيو دوې ودانۍ ترمیم شوې دي، خو د ښوونځيو لپاره ودانۍ نه دي جوړې شوې.
د تدریسي مرستیال د معلوماتو له مخې، په زرنج کې د ۴۶ ښوونځیو له ډلې ۲۸ یې فعالې ودانۍ ودانۍ لري او ۱۷ یې ودانۍ نه لري؛ دغهراز په دلارام کې د ۱۵ ښوونځیو له جملې څخه ۵ ښوونځي ودانۍ لري خو ۱۰ نور یې نه لري؛ په چهاربرجک کې د ۲۰ ښوونځيو له ډلې ۸ ودانۍ فعالې، ۱ یې غېرفعال، او ۱۱ نور ښوونځي ودانۍ نه لري؛ په چخانسور ولسوالۍ کې ۱۲ ښوونځي ودانۍ لري، ۴ نور یې پرته له ودانیو دي او د کنګ ولسوالۍ ۱۸ ښوونځي لري چې له ډلې یې ۹ ښوونځي فعالې ودانۍ لري، یو يې غیرفعال او ۸ نور يې ودانۍ نه لري.
د نوموړي په وينا، ټاکل شوې چې د يونيسف په همکارۍ دوو ښوونځیو (عبدالرحمن پهلوان او غلام حيدر خزايي) ته ودانۍ جوړې شي، خو د فرخي، شهيد ګب محمد، د نسوان زرنج لېسې ترميم ته اړتيا لري؛ همداراز د رودابه ښوونځی له ډېر خطر سره مخ دی او د باران له امله له اوبو ډک شوی دی.
هغه تاییدوي چې د پوهنې وزارت او د ولایت مقام په مشوره ۲۱ ښوونکي په حکمي ډول په خالي بستونو کې ګومارل شوي خو وايي، دغه ښوونکي د مخکني رییس پر مهال ګومارل شوي، خو له دې وروسته هڅه کوي چې د حکمي ګومارنو مخنیوی وکړي او ښوونکي د ازادې سیالۍ له لارې استخدام شي.
هغه د پوهنې ریاست د بستونو اعلان د ځنډېدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، بستونه د ازموینو ملي ادارې له لوري اعلانېږي، خو د درېیم او څلورم بستونه د دوو میاشتو لپاره وځنډېدل.
شریفي وویل: «اوس ۲۷ بستونه اعلان شوي چې ډېری یې د ښوونځیو امریتونه دي؛ د امارت له راتلو وروسته د ۳۰۰ ښوونکو بستونه چې منفک شوي وو، له پوهنې وزارته مو پر دغه بستونو د نوو ښوونکو منظوري ترلاسه کړې ده.»
نوموړي زیاته کړه، د بودجې کموالی هم د نیمروز د پوهنې ریاست یوه اساسي ستونزه ده چې ښوونیز بهیر یې ټکنی کړی دی.
هغه وویل، که د نیمزور لپاره د ښوونکو ۵۰۰ بستونه ځانګړي شي، د ولسوالیو ستونزې به هوارې شي.
هغه زیاته کړه، د بوجې د کمښت له امله په ولسوالیو کې له ښوونیز بهیره څارنه لغوه شوې، خو د بودجې په ځانګړې کېدو سره د ښوونځیو لپاره ډېر وسایل پېرل شوي دي.
نوموړي د کتابونو کمښت هم له اساسي ستونزو وبلل او وايي، دې چارې ښوونیز بهیر له ننګونو سره کړی دی.
شریفی وویل: «په ولسوالیو کې ډېری ښوونځي غېرفعال دي، په زرنج کې ۱۰ زره ټوکه کتابونه کم دي چې وړاندیز مو کړی، خو تر اوسه د نیمروز پوهنې ریاست ته نه دي ورکړل شوي، د ستونزې د هواري لپاره مو د نیمروز د زدهکوونکو لپاره ان د سوداګرو په پیسو کتابونه اخیستي دي.»
هغه څرګنده کړه چې د پوهنې ریاست له لوري د ښوونکو کمښت د وړاندیز له تایید وروسته به د لېسو ښوونکي او د پوهنې ښځینه کارکوونکې په لومړنیو او منځنیو ښوونځیو کې په خدمتي ډول وګوماري.
نوموړی د دیني مدرسو په شمېر کې زیاتوالی د نیمروز د پوهنې ریاست له مهمو لاستهراوړنو بولي خو وايي، دیني مدرسې له اقتصادي اړخه کمزوې شوې، ځکه اوس یې د سوداګرو له لوري ملاتړ نه کېږي.
د هغه په خبره، د نیمروز خلک د پوهنې په برخه کې د شته ستونزو هواري په برخه کې له پوهنې ریاست سره همکاري کوي.
شریفي زیاته کړه: «سږ کال ښوونځیو ته سونتوکي ونه پېرل شول، سوداګرو د سیستان او فرخي له ښوونځیو سره د ۱۷ ډبې ګازو او ۱۷ ګازي بخاریو مرسته وکړه، یوه اندازه لرګي د سیمې خلکو له لوري له ښوونځیو سره مرسته شوې، دغهراز ۱۵ ښوونکي د یوې خیریه شورا له خوا په ښوونځیو کې ګومارل شوي چې معاشونه یې هم د دغې شورا له لوري ورکول کېږي.»
د اسلامي تعلیماتو مرستیال هیله څرګندوي چې مرکزي مسوولین دې یادو ستونزو ته پاملرنه او رسېدنه وکړي.
Views: 34
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن