ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: د سپین بولدک- چمن پر لار د پاکستاني ځواکونو له خوا ځورول کېږو

خلک: د سپین بولدک- چمن پر لار د پاکستاني ځواکونو له خوا ځورول کېږو

author avatar
11 Feb 2023 - 15:59
خلک: د سپین بولدک- چمن پر لار د پاکستاني ځواکونو له خوا ځورول کېږو
author avatar
11 Feb 2023 - 15:59

کندهار (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۱): د سپین بولدک- چمن لارې ګڼ شمېر مسافر شکایت کوي چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا پر دغه لار د پاکستاني ځواکونو له لوري ځورول کېږي او ډول ډول ستونزې ورته جوړېږي.

دوی وايي، پاکستاني لوری له مسافرو سره ناوړه چلند کوي، په یوه او بله پلمه یې په ساعتونو ځنډوي او پیسې ترې اخلي.

د سپين بولدک- چمن پر لاره هره ورځ نږدې ۲۰ زره کسان د کاروبار او سوداګرۍ لپاره تګ راتګ کوي چې ډېر یې د کندهار او ډیورنډ کرښې هغې غاړې د چمن، کویټې او نورو سیمو اوسېدونکي دي.

محمد اسماعیل چې تازه پر دغه لار له چمن څخه سپین بولدک ته راغلی وایي، په چمن کې دروازې ته څېرمه پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا له خلکو سره زور زیاتی پیل کړی او د وهلو ډبولو ترڅنګ پیسې هم ورڅخه اخلي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل: «پر دغه لاره هیڅ وخت مشکلات نه دي ختم شوي، خو کله کله دومره ډېر شي چې سړی له ژونده بېزاره کوي، اوس هم پاکستانیان ظلم کوي، د خلکو غوټې شني، په ساعتونو یې ځنډوي، وهي او ټکوي یې او پيسې ورڅخه اخلي.»

پر دې لار ډېر هغه خلک هم تګ راتګ کوي چې خپلوان یې د ډیورنډ فرضي کرښې په دواړو غاړو کې ژوند کوي.

د کندهار یو اوسېدونکی جمعه خان وايي، په کویټه کې یې خپلوان دي چې ډېری وخت راشه درشه سره لري خو کله چې د لارې ستونزې ته وګوري نو تګ راتګ ته زړه نه ښه کوي.

هغه زیاته کړه: «زموږ دوستان په کویټه کې دي، دوی هم راځي موږ هم ورځو، خو کله چې دغه تګ راتګ کوو دومره پښېمانه شو چې بیا مو په کلونو کلونو زړه نه غواړي چې پر دغه لاره ولاړ شو، د دواړو هېوادونو چارواکي دې پر دغه لاره خلکو ته د خوندي تګ راتګ اسانتیاوې برابرې کړي.»

هغه وايي، پر یاده لار له ډېرو کسانو سره ښځې، ماشومان او ناروغان هم وي خو پاکستاني لوری هیڅ رحم پرې نه کوي او ان ډېر مهال له ښځو هم پيسې او نور قیمتي توکي اخلي.

د سپین بولدک – چمن پر دروازه د نورو خلکو ترڅنګ یو شمېر هغه کسان هم تګ راتګ کوي چې کورونه یې په چمن کې دي خو کاروبار په سپین بولدک کې کوي او دغه‌راز ځیني بیا له مسافرو سره توکي وړي او راوړي.

دغه کسان هم وایي، ستونزې یې تر پخوا ډېرې شوې او پاکستاني ځواکونه ناوړه چلند ورسره کوي.

د محمد اکرم په نوم یو کس -چې پر دغه لار د مسافرو توکي وړي او راوړي- وایي، هغه کسان چې پر دغه لار د مسافرو توکي وړي او راوړي د تذکرو ترڅنګ پاکستاني شناختي‌کارټونه هم لري، خو بیا هم ستونزې ورته جوړېږي او پاکستاني ځواکونه ترې پېسې غواړي.

ده زیاته کړه: «موږ خو لغړیان یو، ورته مجبور یو، ځیني کسان تذکرې او شناختي‌کارټونه دواړه لري خو بیا هم مشکلات شته، ملیشې والا پیسې راڅخه غواړي چې پیسې ور نه کړو ټوله ورځ مو کښېنوي.»

نوموړی هم غوښتنه کوي چې اسلامي امارت دې له پاکستاني لوري سره جدي خبرې وکړي څو پر دروازه د خلکو ستونزې حل شي.

د سپین بولدک ولسوالۍ مسوولین بیا وایي، دا مهال پر دروازه کومه خاصه ستونزه نشته او خلک په عادي ډول تګ راتګ کوي.

د سپین بولدک ولسوال حاجي ملا اغا جان پژواک خبري اژانس ته وویل: «پر دغه دروازه چې هر وخت مشکل پېښ شوی دی موږ کوښښ کړی چې د خبرو له لارې یې حل کړو؛ نو دا چې پر دروازه هره ورځ شل زره کسه اوړي، ځیني وخت بېروبار جوړېږي، خود به خلک ځنډېږي خو بیا هم خلک چې هره ستونزه ولري موږ یې له مقابل لوري سره د خبرو له لارې حلوو.»

د سپین بولدک او چمن ترمنځ پر دروازه پر ستونزو سربېره، دا مهال یوازې د کندهار پر تذکره او د چمن پر شناختي‌کارټ خلکو ته اجازه ورکول کېږي چې تګ راتګ وکړي.

Views: 231

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.