ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د فوټسال ژمنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

بلخ کې د فوټسال ژمنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

author avatar
8 Mar 2023 - 00:50
بلخ کې د فوټسال ژمنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې
author avatar
8 Mar 2023 - 00:50

[restrict paid=”true”]

مزارشریف (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۱): د بلخ ولایت په مرکز مزارشريف ښار کې د فوټبال فدراسيون له خوا په د فوټسال په پیل شوو ژمنيو سياليو کې د سلطاني  لوبډلې لومړى مقام خپل کړ.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د افغانستان بدني روزنې او سپورټ عمومي رييس انجنير نظرمحمد مطمین، د افغانستان د فوټبال فدراسيون رييس محمديوسف کارګر، د بدني روزنې او د افغانستان د فوټبال فدراسيون تخنيکي مرستيال حفيظ احمد جان ځدراڼ او د بلخ د بدني روزنې او سپورټ رییس مولوي نورعالم بدر ګډون کړی و.

د بدني روزنې او سپورټ عمومي رئیس انجنیر نظرمحمد مطمئن وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت به دې برخه کې له هېڅ ډول هڅو ډډه ونه کړي او د هېواد ځوانانو ته به سیالیو لپاره ښه زمینه برابره کړي.

مطمین ژمنه وکړه، چې د سپورټ په برخه کې به د هېواد له ځوانانو سره اوږه پر اوږه ولاړ وي او ملاتړ به یې کوي، څو د هېواد ځوانان نړۍ ته خپل استعدادونه وښيي.

د يادونې وړ ده، چې په یادو سیالیو کې ۲۸ لوبډلو برخه اخیستې وه، چې په پایله لوبه کې سلطاني لوبډلې طاهريان لوبډلې ته د ۱ پر ۴ ماتې ورکولو سره د یادو سیالیو اتلولي وګټله.

[/restrict]

Views: 43

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.