کابل (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۱): دوو افغان تخنیکګرانو په ګډه د دوو میاشتو په موده کې د ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت د هوا د تصفیې یو فلټر جوړ کړی چې په ثانیه کې څلور متر مکعبه ککړه هوا پاکوي.
دغه دوه تخنیکګران سیدزمان سادات او احمدضیاء جبارخېل نومېږي چې د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي زدهکړیالان دي.
د یادو کسانو له لوري جوړ شوی دغه فلټر نن د کب په ۲۳مه د لوړو زدهکړو وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د کابل پوهنتون د چاپېریال ساتنې پوهنځي له لوري د دغه پوهنتون په انګړ کې نندارې ته وړاندې شو.
د هوا د تصفیې د دغه فلټر یوه جوړوونکي سید زمان سادات د دغه جوړ شوي موډل په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل او ویې ویل، د ککړې هوا د تصفیې دغه فلټر یې د دوو میاشتو په موده کې جوړ کړی چې ۳۰۰ زره افغانۍ لګښت پرې راغلی او د شتمنو هېوادوالو له لوري ورکړل شوی دی.
هغه زیاته کړه، دغه موډل یې په ننګرهار کې جوړ کړ او بیا یې کابل ته راوړ چې په ګرځنده او ثابت ډول به د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري په زیانمنو سیمو کې کېښودل شي.
نوموړی وايي، د ککړې هوا د تصفیې دغه موډل مکعب مستطیل بڼه لري چې د دوه ملي متره ضخامت په لرلو د اوسپنې له تختې جوړ شوی دی.
د نوموړي په خبره، د فلټر په دخولي برخه کې د څلور انچه قطر په لرلو اوسپنیز پایپ ځای پر ځای شوی چې دنده یې د هوا را کشول دي او په باندینۍ برخه کې یې د درې او څلور انچه قطر په لرلو سل پایپونه ځای پر ځای شوي دي.
سادات زیاتوي، د فلټر په دننه کې د هوا تصفیه کولو ماشین ځای پر ځای شوی چې په یو کیلو واټ برېښنا څرخي او په هره ثانیه کې ۴ متره مکعبه ککړه هوا تصفیه کوي.
هغه وايي، په دې توګه دغه فلټر په ۲۴ ساعتونو کې ۳۳۲ زره متره مکعبه ککړه هوا تصفیه کوي چې د ۳۲۰ ودانۍ تر پوښښ لاندې راولي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، پلان لري په راتلونکي کې د هوا د تصفیې یو بل موډل هم جوړ کړي چې په ثانیه کې به د ۴۰۰ متره مکعبه ککړې هوا د تصفیې وړتیا ولري.
نوموړي له حکومته وغوښتل چې د ده په شان افغان ځوانانو د نوښتونو ملاتړ وکړي او لا ډېر مالي امکانات ورته برابر کړي.
په یاد پروګرام کې د کابل پوهنتون د چاپېریال ساتني پوهنځي استاد پوهندوی محمد داوود شېرزاد هم خبرې وکړې او د یادو ځوانانو دغه نوښت یې وستایه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP