کلات (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۲): د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت په مرکز کلات ښار کې په بهرنیو اسعارو د پېر او پلور مخنیوي او پر ځای یې د افغانیو د ترویج کمپاین وشو.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر مولوي عبدالحنان جابر پژواک خبري اژانس ته وویل، دغې ادارې د مشرتابه د فرمان له مخې، نن په دغه ولایت کې د افغانیو د ترویج کمپاین وکړ چې پر مهال یې له خلکو وغوښتل شول څو یوازې پر افغانیو راکړه ورکړه وکړي.
هغه زیاته کړه، لازمه ده ټول خلک د افغانیو د ارزښت ساتلو لپاره له دوی سره همکار شي.
د زابل اوسېدونکي وايي، حاضر دي په افغانیو راکړه ورکړه وکړي خو مسوولین دې بازار ته کافي افغانۍ وړاندې کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP