کلات (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۲): د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دغه ولایت په مرکز کلات ښار کې په بهرنیو اسعارو د پېر او پلور مخنیوي او پر ځای یې د افغانیو د ترویج کمپاین وشو.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر مولوي عبدالحنان جابر پژواک خبري اژانس ته وویل، دغې ادارې د مشرتابه د فرمان له مخې، نن په دغه ولایت کې د افغانیو د ترویج کمپاین وکړ چې پر مهال یې له خلکو وغوښتل شول څو یوازې پر افغانیو راکړه ورکړه وکړي.
هغه زیاته کړه، لازمه ده ټول خلک د افغانیو د ارزښت ساتلو لپاره له دوی سره همکار شي.
د زابل اوسېدونکي وايي، حاضر دي په افغانیو راکړه ورکړه وکړي خو مسوولین دې بازار ته کافي افغانۍ وړاندې کړي.
د کلات ښار یوه هټۍوال حاجي کریم پژواک خبري اژانس ته وویل، پلورونکي او پېرېدونکي ټول غواړي په افغانیو راکړه ورکړه وکړي خو ستونزه دا ده چې په بازار کې په کافي اندازه افغانۍ نشته.
هغه زیاته کړه، ان له پخوا یې هیله وه څو په افغانۍ راکړه ورکړه وکړي؛ ځکه د کلدارې بې ثباتي درانه زیانونه ور اړولي دي.
نوموړي غوښتنه وکړه چې افغانۍ دې په بازارونو کې زیاته شي څو له هر چا سره پیدا شي.
د کلات ښار یوه بل اوسېدونکي غلام ولي هم پژواک ته وویل، دا ډېر ښه ګام دی چې راکړه ورکړه یوازې په افغانیو شي.
دی وايي، تر پخوا په دغه ولایت کې په افغانیو راکړه ورکړه ډېره شوې؛ ځکه تر ډېره یې خپل ثبات او ارزښت ساتلی دی.
د یادونې ده، په دې وروستیو کې د زابل ترڅنګ د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د افغانیو د ترویج هڅې پیل شوې او وخت په وخت ورته کمپاینونه ترسره کېږي.
مختار احمد امیري
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










