پلخمري (پژواک، ۱۹غویی ۱۴۰۲): د بغلان د مرکز پلخمري اړوند په شهابالدین سیمه کې د لومړي ځل لپاره یوه روغتيايي مرکز فعالیت پيل کړ.
د دغه ولایت مسوولین وايي، په یاده سیمه کې شاوخوا څلور زره کورنۍ ژوند کوي چې له دې مخکې يې ثابت روغتيايي مرکز نه درلود.
د بغلان د عامې روغتیا رییس ډاکټر مسعود احمدي د غویي په ۱۹مه په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وینا کې وویل، د شهابالدین سیمې اوسېدونکو ته چې روغتیايي مرکز ته د نه لاسرسي له امله له ګڼو روغتیايي ستونزو سره مخ وو، نن یې په خپل کلي کې نوي روغتیایي مرکز فعالیت پیل کړ.
هغه وویل، له دې مخکې له یادې سیمې ځیني وخت ګرځنده روغتیايي ټیم څارنه کوله خو د خلکو ستونزو ته په کتو نن هلته ثابت روغتيايي مرکز جوړ شو.
د بغلان د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي مصطفی هاشمي چې د یادې سیمې اصلي اوسېدونکی دی، وايي، شهابالدین د بغلان تر ټولو جنګځپلې سیمه ده چې خلک یې تېر شل کاله له هر ډول حکومتي خدماتو بېبرخې وو.
هغه پژواک ته وویل، د بغلان سیمهییزې حکومتي ادارې په غوښتنه د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري د یوې موسسې په همکارۍ په لومړي ځل په یاده سیمه کې روغتیایي مرکز پرانیستل شو چې د دې سیمې د اوسېدونکو روغتیايي ستونزې، په ځانګړې توګه د مور او ماشوم روغتیا په اړه شته ټولې ستونزې به ورسره هوارې شي.
دی وايي، له دې مخکې د څو مرګونو پېښو شاهد دی چې له روغتیايي مرکزه د لرېوالي له امله د دې سیمې میندو د زېږون پر مهال روغتون ته د پر وخت نه رسېدو له امله لار کې ساه ورکړې او دغه راز بېړنیو ناروغانو هم روغتیايي مرکز ته د پر وخت نه رسېدو له امله ژوند بایللی دی.
د شهابالدین کلي اوسېدونکي په خپل کلي کې د نوي روغتیايي مرکز پر فعالېدو خوښي ښيي.
د یادې سیمې یو اوسېدونکی نقییبالله وايي، له روغتیايي مرکزه د لريوالي له امله د دې سیمې یو شمېر میندې او ماشومان د ولادت پر مهال ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغه راز د یاد روغتیايي مرکز یوه ډاکټره ګلغوټۍ وايي، له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې په دې سیمه کې روغتیایي مرکز نه و.
هغې زیاته کړه، دا لومړی ځل دی چې په دې سیمه کې یو روغتیایي مرکز جوړ شو چې لومړۍ موخه به یې د مور او ماشوم د مړینې کمول وي.
دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا سرپرست وزیر دغه ولایت ته د سفر پر مهال پژواک ته ویلي وو چې د بغلان د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونو د جوړېدو اړتیا شته.
Views: 26
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن