ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان د مرکز اړوند شهاب‌الدین سیمه کې د لومړي ځل لپاره روغتیايي کلینیک جوړ شو

د بغلان د مرکز اړوند شهاب‌الدین سیمه کې د لومړي ځل لپاره روغتیايي کلینیک جوړ شو

author avatar
9 May 2023 - 17:05
د بغلان د مرکز اړوند شهاب‌الدین سیمه کې د لومړي ځل لپاره روغتیايي کلینیک جوړ شو
author avatar
9 May 2023 - 17:05

پلخمري (پژواک، ۱۹غویی ۱۴۰۲): د بغلان د مرکز پلخمري اړوند په شهاب‌الدین سیمه کې د لومړي ځل لپاره یوه روغتيايي مرکز فعالیت پيل کړ.

د دغه ولایت مسوولین وايي، په یاده سیمه کې شاوخوا څلور زره کورنۍ ژوند کوي چې له دې مخکې يې ثابت روغتيايي مرکز نه درلود.

د بغلان د عامې روغتیا رییس ډاکټر مسعود احمدي د غویي په ۱۹مه په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وینا کې وویل، د شهاب‌الدین سیمې اوسېدونکو ته چې روغتیايي مرکز ته د نه لاسرسي له امله له ګڼو روغتیايي ستونزو سره مخ  وو، نن یې په خپل کلي کې نوي روغتیایي مرکز فعالیت پیل کړ.

هغه وویل، له دې مخکې له یادې سیمې ځیني وخت  ګرځنده روغتیايي ټیم څارنه کوله خو د خلکو ستونزو ته په کتو نن هلته ثابت روغتيايي مرکز جوړ شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.