ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اردوغان د ترکیې ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنې وګټلې؛ ملا محمدحسن مبارکي ورکړه

اردوغان د ترکیې ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنې وګټلې؛ ملا محمدحسن مبارکي ورکړه

author avatar
28 May 2023 - 23:26
اردوغان د ترکیې ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنې وګټلې؛ ملا محمدحسن مبارکي ورکړه
author avatar
28 May 2023 - 23:26

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، د ترکیې اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان دویم پړاو ټاکنو په ګټلو سره یو ځل بیا د دغه هېواد ولسمشر شو.

د ترکیې ولسمشریزې لومړی پړاو ټاکنې د تېرې غويي مياشتې په ۱۴مه ترسره شوې، په دغو ټاکنو کې د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د «جمهور» ایتلاف نوماند، کمال قلیچدار اوغلو د «ملت» ایتلاف نوماند او سینان اوغان د «آتا» ایتلاف نوماند په توګه سیالۍ کولې.

د  راپورونو له مخې، لومړی پړاو ټاکنو کې د ټولو رایو په شمېرلو سره ولسمشر رجب طیب اردوغان او ټاکنیز سیال یې کمال قلیچدار اوغلو ۵۰ سلنه رایې ترلاسه نه کړې او ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې.

د ترکيې قانون له مخې، دویم پړاو ټاکنې له لومړي پړاوه دوه اونۍ وروسته بايد ترسره شي.

د ترکيې دولتي خبري اژانس اناتولي د راپور له مخې، نن په ترکیه کې د رجب طیب اردوغان او کمال قلیچدار اوغلو ترمنځ دويم پړاو ټاکنې ترسره شوې.

سرچینې زیاته کړې چې په دې ټاکنو کې اردوغان ۵۲ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره یو ځل بیا د دغه هېواد ولسمشر وټاکل شو، د هغه سیال کمال قلیچدار ۴۸ سلنه رایې ترلاسه کړې.

راپورونه وایي، دويم پړاو ټاکنې د ترکيې پر وخت نن سهار اته بجې پيل شوې او  شاوخوا ۶۴.۱ ميليون کسانو د رایې ورکولو لپاره نوم لیکنه کړې ده.

رجب طیب اردوغان له تېرو شلو کلونو راهیسې لومړی د لومړي وزیر او اوس د ولسمشر په توګه واک کې پاتې شوی دی.

د افغانستان اسلامي امارت رییس‌الوزراء ملا محمدحسن د ولسمشریزو ټاکنو ګټلو له امله اردوغان ته مبارکي ورکړې ده.

هغه هیله څرګنده کړې، اردوغان ترکیې ته چې په سیمه او نړې کې ځانګړی اهمیت لري، لا قوت، ثبات او د دین خدمت ور په برخه کړي. د افغانستان او ترکیې د ولسونو ورورګلوي او دوستي دې همیشه او دوامداره وي.

[/restrict]

Views: 84

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.