زرنج (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۲): د نیمروز یو شمېر اوسېدونکي له وچکالۍ او د اوبو له جدي کموالي شکایت کوي او وايي، ایران داسې مهال د حقابې دعوه لري چې د دغه ولایت ځیني خلک د وچکالۍ له امله د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ایراني چارواکو د افغانستان سرپرست حکومت ته په ګواښنه لهجه خبرداری ورکړی چې د هلمند اوبو کې یې «حقابه» ورکړي.
د افغانستان سرپرست حکومت د ایران د حقابې ستونزې د حل لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د هلمند اوبو په اړه د ۱۳۵۱ لمریز کال تړون پلي کېدل مناسبه حللار ګڼي؛ وایي چې ایراني چارواکي دې لومړی خپل معلومات له قانوني لارو بشپړ او بیا دې په مناسبو الفاظو خپله غوښتنه مطرح کړي. دغهراز افغان چارواکو د خبرو او تفاهم له لارې د دې ستونزې پر حل ټینګار کړی وایي، د اوبو د کمښت ستونزه د اقلیمي بدلونونو له امله رامنځته شوې او ایران باید دا موضوع سیاسي نه کړي.
له وچکالۍ د نیمروز د اوسېدونکو شکایت
د نیمروز د مرکز زرنج ښار د نادعلي سیمې یوه بزګر محمدسرور نن (د غبرګولي ۸مه) پژواک خبري اژانس ته وویل: «د اوبو نشتوالي او وچکالۍ له پنځو کلونو راهیسې زموږ بزګرانو ټول شته له منځه وړي دي.»
هغه وویل: «زه ۳۵۰ جرېب ځمکه لرم، پنځه کاله کېږي چې کښت پرې کوم خو حاصل نه ترې ترلاسه کوم، د کارګرو پر مزد سربېره، د ټراکټور تېل، د تخم پیسې، ټول راباندې تاوانېږي، بې ګټې خواري کوم.»
هغه زیاته کړه: «په داسې وضعیت کې چې د نیمروز خلک یو ټانکر مصرفي اوبه په ۵۰۰ افغانۍ او ۲۰ لېټره د څښاک اوبه په ۱۵ افغانۍ اخلي، د ایران اسلامي جمهوریت له موږ حقابه غواړي، موږ له تندې مرو، ایران رانه اوبه غواړي، اوبه له کومه ځایه راوړو چې دریې کړو، دا پنځوس کاله چې پرېمانه اوبه ایران ته تلې چا یې مخه نه نیوله.»
محمدسرور له حکومته وغوښتل چې د هلمند له کجکي بنده د نیمروز خلکو ته اوبه ورکړي، ځکه نیمروز د کجکي بند اوبو کې شل سلنه ونډه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي څو ورځې وړاندې د هلمند سیند حقابې په تړاو د ایراني چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې ویلي وو چې د کمال خان بند اوبه وچې شوې او د هلمند د کجکي بند اوبه هم د پام وړ کمې شوې دي.
د نیمروز د مرکز اړوند سردشت سیمې یو بزګر عبدالرووف اخندزاده وايي، له پنځو کلونو راهیسې یې د وچکالۍ له امله له خپلې ۵۰۰ جرېب ځمګې هېڅ حاصل نه دی ترلاسه کړی.
هغه زیاته کړه، تېر کال یې غنم، وربشې، جوار، خربوزې او هندواڼې کرلي وو خو له دې امله چې یوازې یو ځل اوبه شول، تاوان یې وکړ او له یوه اندازه غنمو پرته یې له هېڅ شي حاصل ترلاسه نه کړ.
اخندزاده زیاتوي: «ډېری بزګرانو دوه کاله په کروندو کې تاوان وکړ، سږ کال څه شی نه کري، بزګرانو زموږ ځمکې پرېښودې، وايي پر چوک کار کوو او ښه مزد ترلاسه کوو، له دې ځمکو هېڅ حاصل نشته، اوس ځمکه ماته پاتې ده او اوبه هم نشته.»
هغه چې د کمال خان بند ټولنې غړی دی زیاتوي: «سږ کال لسګونه ځله کمال خان بند ته ورغلو، خو د بند کاسه کې دومره اوبه نشته چې یوازې د نیمروز لپاره بسنه وکړي، ایران خو پر ځای پرېږده چې اوبه ورته ورسېږي، که اوبه وای زموږ ګاونډی دی بخیلي نه کوو، خو اوس اوبه نشته.»
هغه وايي، له بزګرانو او د ولایت له چارواکو سره یې ګډه ناسته درلوده څو د هلمند د کجکي اوبه نیمروز ته ورخوشې کړي، خو مسوولینو ویلي چې په کجکي بند کې هم اوبه نشته.
هغه په یوه پیغام کې د ایران حکومت ته وویل: «د افغانستان دولت او ملت د ۱۳۵۱ کال تړون ته ژمن دی، که ایران اوبه ولري موږ د پولې اوسېدونکي ترې ګټه اخلو او همدا ډول که موږ اوبه ولرو ګټه یې زابل او زاهدان ته رسطږي، که دوی ته زیان اوړي موږ هم زیان وینو، که زابل اوبه درلودای موږ ته هم رسېدې، هیله کوم چې د نیمروز د وچکالۍ وضعیت وګوري او بیا دې د اوبو دعوه وکړي.»
د یاد ولایت د چخانسور ولسوالۍ اوسېدونکي امینالله وویل، تېر کال د دغې ولسوالۍ ځېنو اوسېدونکو د وچکالۍ له امله خپل څاروي له لاسه ورکړل او ایران ته کډوال شول.
د هغه په وینا، که د افغانستان حکومت د وچکالۍ ستونزې ته پاملرنه ونه کړي، نیمروز به له خاورو سره خاورې شي.
د نیمروز د کنګ ولسوالۍ اوسېدونکی حکمتالله وايي: «نیمروز ګرم دی، د کال په دغه موسم کې د اوبو بیه درې برابره لوړېږي، په کنګ کې چې څوک د اوبو څاه ولري، دروازه پرې جوړوې او قلفوي یې څو د کلي خلک اوبه ترې وانهخلي، ځکه څاه په دوو میاشتو کې وچېږي.»
هغه زیاته کړه: «د کال په دې فصل کې په کنګ کې له ناپاکو اوبو، سرخلاصو څاهګانو او ککړتیاوو بېلابېلې ناروغۍ پیدا کېږي، خلک د اوبو نشتوالي له امله له نیمروزه وځي، ایران زموږ له وچ ستوني اوبه غواړي، خواشینوونکې ده.»
په ورته مهال، د نیمروز د کرنې ریاست د حیواني برخې امر ګلاحمد فضلي وویل، له دوو کلونو راهیسې د وچکالۍ له امله د دغه ولایت کروندګرو ته زیان اوړي.
هغه زیاته کړه: «د سیمې خلکو څو ځله د اوبو د سهمیې په تړاو مرکز “د اوبو او انرژۍ وزارت” ته شکایت کړی خو تر اوسه سې چا غږ نه دی اورېدلی.»
نوموړی وايي: «بزګرانو د کمال خان اوبو په هیله کښتونه وکرل خو د کال په لومړیو کې یو ځل اوبه راځي، تخمونه یې په ځمکو کې وچېږي، په ځانګړې توګه د مرکز زرنج او چخانسور او کنګ ولسوالیو خلکو بیخي حاصل ترلاسه نه کړ.»
د هغه د معلوماتو پر بنسټ، په نیمروز کې ۹۰ زره څاروي موجود دي چې تېر کال په دغه ولایت کې ۵۰۰۰ څاروي مړه شول او مالدارانو ته یې سخت زیانونه واړول، چخانسور او کنګ ولسوالۍ تر ځمکې لاندې اوبه نه لري، څرځایونه نشته، مالدارانو خپل شاوخوا ۳۰ زره څاروي ګاونډویو ولایتونو ته یووړل، که د نیمروز د اوبو ستونزه هواره نه شي نو په دغه ولایت کې ۴۰ سلنه پاتې څاروي به هم له منځه لاړ شي.»
فضلي زیاته کړه، نیمروز ۱۶۰ زره هکټاره کرنیزه ځمکه لري چې ۸۰ زره هکټاره یې کرل شوې، خو د حاصل ترلاسه کولو هیلهمندي نشته او په دوو (کنګ او چخانسور) ولسوالیو کې هېڅ کرکیله نه ده شوې.
Views: 247
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP