Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

شیخ هبت‌الله اخندزاده: له واکه شخصي استفاده مه کوئ او د شخصي اړیکو له مخې څوک مه ګومارئ

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۲): د اسلامي امارت مشر مولوي هبت‌الله اخندزاده مسوولینو ته سپارښتنه کړې چې د شخصي اړیکو له مخې دې څوک نه ګوماري او له واکه دې هم شخصي استفاده نه کوي.

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د غبرګولي په ۲۰مه د شپې ناوخته په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې شیخ هبت‌‎الله اخندزاده دا څرګندونې په کندهار کې د ټولو ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور له ریيسانو سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت اداري او مالي معین ملا سعدالدین اخند، نشراتي معین مولوي حیات‌الله مهاجر فراهي، د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد او د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم شتون درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي، د اسلامي امارت مشر د ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور ریيسانو ته لازم هدایات او لارښونې وشوې، هغوی خپل مکلفیتونو او دندو ته متوجه کړل شول او د کارونو په جریان کې د هر راز ملاتړ ډاډ ورکړل شو.

نوموړي زياته کړه چې د اسلامي شریعت د تطبیق په کارونو کي دي د هیچا پروا نه کوي.

هغه سپارښتنه کړې چې په کارونو کې دې نېک او مخلص خلک ورسره ملګري کړي، په شخصي اړیکو دې څوک نه ګوماري او له واکه دې هم شخصي استفاده نه کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ولایاتو د اطلاعاتو او کلتور د ریيسانو له ډلې د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریيس ملا شبیراحمد عثماني، د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریيس مفتي انعام‌الله سمنګاني، د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریيس مولانا نعیم‌الحق حقاني او د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریيس مولوي ذبیح‌الله نوراني د نورو ریيسانو په استازولۍ خبرې وکړې او خپله ژمنتیا او غوښتنې يې مطرح کړې.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.