[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۲): د شانګهای سازمان سرمشریزې غونډې مخکې ، د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي د چین سفیر سره پر یو لړ سیاسي او اقتصادي مسایلو خبرې کړې.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د چنګاښ په ۱۲مه، د شپې ناوخته په یوه ټویټ کې لیکلي، په دې لیدنه کې تاکيد وشو چې د اقتصادي او سیاسي مسائلو د تعقيب او چټکتیا لپاره د دواړو هیوادو د اړونده ادارو تر منځ اړيکې نورې هم پياوړې شي.
دا په داسې حال کې ده چې د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو مشرانو غونډه سبا د هند په کوربهتوب جوړیږي او ټاکل شوې په دې ناسته کې د افغانستان پر مسایلو هم خبرې وشي.
هندوستان ټایمز ورځپاڼې لیکلي، هند به د سېشنبې په ورځ په مجازي بڼه د شانګهای همکاریو سازمان (SCO) د سرمشریزې کوربهتوب وکړي.
سرچیني لیکلي چې دغه غونډه به د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي په مشرۍ ترسره شي.
سرچینه زیاتوي، ټاکل شوې په دې غونډه کې د افغانستان په ګډون د سیمې هېوادونو د وضعیت، له ترهګرۍ او نشهیي توکو سره د مبارزې په اړه خبرې وشي.
چین، روسیه، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ازبکستان، پاکستان هند او ایران د شانګهای همکاریو سازمان غړي هېوادونه دي او افغانستان د دغه سازمان څارونکی غړی دی.
د شانګهای سازمان غونډه تېر کال په حضوري ډول د ازبکستان په سمرقند ښار کې ترسره شوه.
[/restrict]