Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

شانګهای سازمان افغانستان کې پر ټولګډون حکومت او له افغانانو سره پر بشري مرستو ټینګار وکړ

شانګهای سازمان افغانستان کې پر ټولګډون حکومت او له افغانانو سره پر بشري مرستو ټینګار وکړ

author avatar
5 Jul 2023 - 00:58
شانګهای سازمان افغانستان کې پر ټولګډون حکومت او له افغانانو سره پر بشري مرستو ټینګار وکړ
author avatar
5 Jul 2023 - 00:58

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۲): د هند په کوربه‌توب د شانګهای همکاریو سازمان سرمشریزې غونډې په افغانستان کې پر ټولګډون حکومت او له افغانانو سره  پر بشري مرستو ټینګار کړی دی.

د هند په کوربه‌توب د دغه سازمان ۲۳مه سرمشریزه غونډه د چنګاښ په ۱۳مه په انلاین بڼه ترسره شوه.

غونډې ته د کوربه هېواد هند لومړي وزیر نریندرا مودي په خپله پرانېستونکې وینا وویل، د افغانستان خاوره باید د نورو پر ضد ونه کارول شي.

هغه زیاته کړه: «د افغانستان وضعیت زموږ د ټولو پر امنیت اغېز کړی؛ د افغانستان په اړه د هند اندېښنې او هیلې د شانګهای هکاریو سازمان له غړو سره مشترکې دي، د افغانستان د خلکو د ښېرازۍ لپاره باید ګډ کار وکړو.»

هغه له افغانانو سره بشري مرستې، په افغانستان کې د ټولګډون حکومت جوړېدل، د ترهګرۍ او نشه‌یي توکو پر ضد مبارزه او ټولو ته د مساوي حقوقو ورکول د ګډونوالو ګډ لومړیتوبونه وبلل.

د شانګهای سازمان سرمشریزې غونډې په پای کې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د سازمان غړي هېوادونه پر دې باور دي چې د شانګهای همکاریو سازمان په سیمه کې د امنیت او ثبات ساتنې او پیاوړتیا یو له مهمو فکټورونو څخه په افغانستان کې د وضعیت ژر حل کېدل ګڼي او دوی د یوه خپلواک، بې طرفه، متحد، ډیموکراتیک او سوله‌ییز دولت په توګه له ترهګرۍ، جګړې او نشه‌یي توکو د پاک افغانستان جوړولو پلوي کوي.

د دغه سازمان غړو هېوادونو په افغانستان کې پر ټولګډون حکومت ټېنګار کړی چې د ټولو لږکیو، مذهبي او سیاسي ډلو استازي په کې شامل وي.

په اعلامیه کې غړو هېوادونو په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو د اوږدمهالې مېلمه‌پالنې او ورسره د اغېزناکو مرستو پر اهمیت د ټینګار ترڅنګ د افغان کډوالو د باعزته او خوندي ستنېدو لپاره د نړۍوالې ټولنې فعالې هڅې مهمې وبللې.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.