اټلانټا (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۲): د بریتانیا سفارت شارژدافیر وایي، په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوریت له سقوط وروسته یې هېواد له افغانستان سره ۶۵۰ میلیون ډالر مرسته کړې ده.
د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت له خوا د چنګاښ په ۱۵مه خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي، د سفارت سرپرست (شارژدافیر) روبیرټ چاټرټون ډیسکون او د هغه مرستیاله نصیره اشرف په دې وروستیو کې افغانستان ته سفر کړی و.
د یادونې ده، د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت د قطر پلازمېنه دوحه کې فعالیت کوي.
سرچینې زیاته کړې، د دغه سفر پر مهال نوموړي د ریاستالوزراء له سرپرست مولوي عبدالکبیر، د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي، د عامې روغتیا وزارت له سرپرست ډاکټر قلندر عباد، د لوړو زدهکړو وزارت له سرپرست ندامحمد ندیم او د اطلاعات او کلتور وزارت له سرپرست مولوي خیرالله خیرخواه سره ولیدل.
login or register a new account.