ژبه

بریتانیا: د جمهوریت له سقوط وروسته مو له افغانستان سره ۶۵۰ میلیون ډالر مرسته کړې ده

توسط جاوېد احمد کاکړ

جولای 7, 2023 - 3:18 am

Views: 122

اټلانټا (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۲): د بریتانیا سفارت شارژدافیر وایي، په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوریت له سقوط وروسته یې هېواد له افغانستان سره ۶۵۰ میلیون ډالر مرسته کړې ده.

د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت له خوا د چنګاښ په ۱۵مه خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي، د سفارت سرپرست (شارژدافیر) روبیرټ چاټرټون ډیسکون او د هغه مرستیاله نصیره اشرف په دې وروستیو کې افغانستان ته سفر کړی و.

د یادونې ده، د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت د قطر پلازمېنه دوحه کې فعالیت کوي.

سرچینې زیاته کړې، د دغه سفر پر مهال نوموړي د ریاست‌الوزراء له سرپرست مولوي عبدالکبیر، د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي، د عامې روغتیا وزارت له سرپرست ډاکټر قلندر عباد، د لوړو زده‌کړو وزارت له سرپرست ندامحمد ندیم او د اطلاعات او کلتور وزارت له سرپرست مولوي خیرالله خیرخواه سره ولیدل.

login or register a new account.