ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د ښځینه سینګارتونونو تړلو پر ځای دې هغو ته کاري لارښود چمتو شي»

«د ښځینه سینګارتونونو تړلو پر ځای دې هغو ته کاري لارښود چمتو شي»

author avatar
12 Jul 2023 - 17:35
«د ښځینه سینګارتونونو تړلو پر ځای دې هغو ته کاري لارښود چمتو شي»
author avatar
12 Jul 2023 - 17:35

کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۲): یو شمېر شنونکي او ارایشګرې د اسلامي امارت له لوري د ښځینه سینګارتونونو فعالیت درولو پرېکړې په غبرګون کې وایي چې سینګارتونونو بندېدو پر ځای دې دوی ته د فعالیت لارښود چمتو شي څو د شریعت له مخې خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

د اقتصادي کارپورهانو په خبره، کله چې ښځو ته په دې برخه کې د کار اجازه نه ورکول کیږي، نو د اسلامي امارت مسوولین مکلف دي چې دوی ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د کار زمینه برابره کړي څو اقتصادي ستونزې او د بېکاۍ کچه لوړه نه شي.

بالمعروف او نهی‌عن‌المنکر وزارت د چنګاښ په پنځمه د یوه مکتوب په خپرولو سره ویلي د روان کال د زمري میاشتې له درېیمې وروسته د ښځینه سینګارتونونو فعالیت دریږي او جوازونه یې د باور وړ نه دی.

د دغه وزارت ویاند محمدصادق عاکف د سینګارتونونو تړل کېدو ستر لامل د ناوې د سینکار په بدل کې د زیاتو پیسو اخیستل، د یوه کس وېښان بل کس ته لګول او د وروځو د وېښتانو ایستل بللي دي.

د یوې رسمې سرچینې معلوماتو پر بنسټ، دا مهال د هېواد په کچه ۱۲ زره سینګارتونونه فعالیت کوي چې له منځه یې درې زره په کابل ښار کې دي.

سرچینه وايي، په هر سینګارتون کې لږ تر لږه پنځه کسان کار کوي چې ډېری هغوی ته د خپلو کورنیو سرپرستي ورله غاړې ده.

د اقتصادي چارو یو کارپوه عبدالنصیر رښتیا په دې اړه وویل چې د ښځینه سینګارتونونو تړل کېدو له امله د اقتصادي بې وزلۍ کچه نوره هم لوړه شي.

دی وايي، په هېواد کې په زرګونو سینګارتونونه فعالیت لري چې د اټکل له مخې څه باندې ۶۰ زره ښځې او نجونې پکې کار کوي چې ډېری یې د خپلو کورنیو سرپرستي کوي چې د فعالیت په درېدو سره به یې ټولې دغه ښځې بېکاره شي.

رښتیا د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې د ښځو رول اساسي ارزوي او په ټولنیزو، اقتصادي او ان سیاسي برخو کې د ښځو ګډون حتمي بولي.

د ده په خبره، د سینګارتونونو فعالیت درېدل نه یوازې د ښځو ترمنځ د بېکارۍ کچې لوړېدو او د هغوی د کورنیو اقتصاد ته د زیان اوښتو لامل کیږي، بلکې دا چې سینګارتونونه مالیې وزارت ته مالیه ورکوي، نو د مالیې وزارت په عوایدو کې هم کموالی راځي.

هغه وویل: «د سرپناه، خوړو او کاري زمینې برابرول د حکومتونو له مکلفیتونو دي چې سرپناه برابره کړي، د کار زمینه برابره کړي او خلکو ته خواړه ورسوي …. اوس د دې پر ځای چې موږ کاري زمینه برابره کړو، د دوی کار ترې اخلو، باید بدیله لار هم وجود ولري.»

رښتیا زیاته کړه: «په افغانستان کې د څلوېښت کلنې جګړې له امله ډېری ښځو خپل د کورنیو سرپرستان له لاسه ورکړي او ډېری دغه مېرمنې په خپله کورني لګښتونه پوره کوي، نو ښه دا ده چې حکومت د اسلامي شریعت په چوکات دوی ته د کار زمینه برابره کړي.»

په ورته مهال، په کابل ښار کې د یوه سینګارتون مسوولې مریم پژواک ته وویل، پنځه کاله مخکې یې دغه سینګارتون جوړ کړی او دا مهال ۱۵ نجونې او ښځې ورسره په بېلابېلو برخو کې کار کوي.

هغه د سینګارتونونو د فعالیت درېدو اعلان په اړه اندېښمنه ده او وايي، سینګارتون یو بشپړ ښځینه ځای دی، کله چې یوه ښځه د سینګار لپاره راځي، خپل محرم له ځان سره راولي او د مېرمنې تر سینګار کېدو له سینګارتونه بیرون ولاړ وي.‎

نوموړې په داسې حال کې چې ویل یې، د دوی ډېر شمېر کارکوونکي او ارایشګرې ښځینه دي، د خپلو کورنیو ډوډۍ راوړونکې دي، زیاته کړه: «موږ له اسلامي امارته غواړو چې د کار مخه مو ونه نیسي، ځکه زموږ کاري ځای خوندي او په بشپړ ډول ښځینه چاپېریال دی.»

ساره یوه بله ارایشګره چې د کابل په یوه سیمه کې فعالیت لري، د اسلامي امارت له دې پرېکړې مایوسه ده او وایي چې له دې پرېکړې سره به ډېر شمېر ښځې چې کار کوي بېکاره شي.

نوموړې چې دا سینګارتون یې ۱۳ کاله مخکې جوړ کړی، اوسمهال ۸ ښځې او نجونې ورسره کار کوي چې د ځان په ګډون یې ډېری دغه ښځې د کورنیو سرپرستانې دي.

هغې زیاته کړه: «د خپل کور سرپرسته یم، په کوم کور کې چې ژوند کوم کرایي دی، موږ له دې لارې ډوډۍ پیدا کوله، که دا ځای وتړل شي موږ څه وکړو او څنګه او له کومې لارې د خپلې کورنۍ ملاتړ وکړو.»

ساره هم له اسلامي امارته غواړي چې د کار مخه یې ونه نیسي او د فعالیت درولو پر ځای دې د ښځو سینګارتونونو لپاره کاري لارښود جوړ کړي.

د کابل ښار په قلعه زمان خان سیمه کې یوه ارایشګره چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي وایي: «۵ ماشومان لرم، خاوند مې مړ شوی او لور مې فلج ده، د همدغه سینګارتون له لارې د کورنۍ نفقه پیدا کوم، له هغې ورځې چې دا اعلان مې اورېدلی، نه د شپې خوب لرم نه د ورځې، حیرانه یمه چې څه وکړم.»

هغې خپلو تر لاس لاندې کارکوونکو ته په اشارې وویل: «دغه ټول داسې کسان دي چې د کورنۍ سرپرست نه لري، زما په شان بېوزله او بېچاره دي، موږ له اسلامي امارته غواړو چې زموږ روزي راڅخه وانه خلي.»

هغې د خپلو خبرو په پای کې وویل چې ارایشګرانو ته د کاري لارښود جوړولو ترڅنګ د اجورې لایحه هم ترتیب شي څو اضافي پیسي وانه خلي.

دغه راز د کابل یوه اوسېدونکې مریم معروف د اسلامي امارت د دې پرېکړې په اړه خپله اندېښنه څرګندوي او وايي: «د افغان ښځو او نجونو لپاره د محدودیتونو ورځ تر بلې زیاتېدل حتا د هغوی د اسلامي او انساني حقونو کې لکه ښوونځي، پوهنتون او کار ته تګ نه یوازې د افغانستان ستونزې به حل نه کړي، بلکې هېواد به له نورو سختو منفي ستونزو سره مخ کړي.»

نوموړې وایي، د اسلامي امارت دغه پرېکړه به منفي پایلې ولري؛ ځکه ډېرې هغه ښځې او نجونې چې په سینګارتونونو کې یې کار کاوه او له همدې لارې یې د خپلو کورنیو نفقه پیدا کوله، بېکاره به شي.

سرچینې زیاته کړه چې یوه له دغو منفي پایلو به د ښځو ترمنځ د بېوزلۍ او بېکارۍ کچې لوړېدل وي.

هغه د افغانستان له اسلامي امارته غواړي چې د خپلې دې پرېکړې په اړه بیا غور وکړي او یا هم پر وړاندې یې بدیلې لارې ولري؛ یعنې د هغو ښځو لپاره چې په سینګارتونونو کې کار کوي، هغوی ته دې په ادارو کې د باعزته کار زمینه برابره کړي.

د هغه په باور، د ښځو لپاره د کار پيدا کول د هر حکومت دنده ده او اسلامي امارت هم په دې برخه کې مسوولیت لري چې باید په ښه توګه ورته رسېدنه وکړي.

مریم د اسلامي شریعت له اصولو سره برابر ښځو ته د کار زمینې برابرولو غوښتونکې شوه او زیاته یې کړه: «د ښځو د ژوند د وضعیت  ښه کېدو او د ټولو انساني او اسلامي حقونو تامینېدو لپاره یې بېلابېلې مثبتې لارې شتون لري.»

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه څو د سینګارتونونو د فعالیت نه بندېدو او هغوی ته د کاري لارښود جوړېدو په اړه د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ځواب هم له ځان سره ولري خو بریالی نه شو.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.