[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وایي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږيکوونکي سره په لیدنه کې یې د افغانستان سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دُراني تېره شپه ناوخته په یوه ټويټ کې د افغانستان لپاره ملګرو ملتونو ځانګړي همغږيکوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره له لیدنې خبر ورکړی دی.
د هغه په خبره، په یاده لیدنه کې په افغانستان کې د ښځو حقونو، بانکي محدویتونو، مسدود شوو حسابونو او بشري بحران په اړه هم خبرې شوي دي.
هغه لیکلي: «نن مو د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو همغږيکوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره اساسي خبرې کړي، په دې ناسته کې د طالبانو رژیم د رسمیت پېژندنې، د پاکستاني طالبانو پټنځایونو، د ښځو حقونو، بانکي محدویتونو، مسدود شوو حسابونو او بشري بحران په اړه خبرې شوي دي.»
په ورته وخت کې، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت یوه ټويټ کې د فریدون سینیرلي اوغلو او د پاکستان په بهرنیو چارو کې د دولت وزیرې حناکهر رباني د لیدنې خبر هم ورکړی دی.
دغه وزارت زیاته کړې چې په یاده لیدنه کې د افغانانو او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره د پایداره اقتصادي لاروجوړونې په برخه کې پر نړۍوالو هڅو ټينګار شوی دی.
دغه راز، د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې راغلي، تېره ورځ د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري سره د اسلاماباد او واشنګټن ګډو ګټو او په افغانستان کې د با ثباتي سولې په اړه تیلیفوني خبرې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي کابل ته یي له سفر وروسته ویلي و، اسلاماباد د افغانستان سرپرست حکومت سره د خپلې خوښې ټولو موضوعاتو سره خپلو فعالو تعاملات ته به دوام ورکوي.
دُرانی د تېرې اونۍ چهارشنبې په ورځ کابل ته راغلی و او د اسلامي امارت له لوړپوړو چارواکو لکه د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیر خان متقي سره لیدلي وو.
د یادونې ده، په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو نږدې دوه کاله تېریږي خو تر اوسه هيڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP