Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملا حسن اخند: د سیمې او ګاونډي هېوادونه دې افغانستان ته د «شریرو» عناصرو د راتلو مخه ونيسي
ارشیف

کابل (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۲): د افغانستان رییس‌الوزراء وايي، نړۍ، سیمه او ګاونډي هېوادونه باید په افغانستان کې له راغلي امنيته ملاتړ وکړي او دغه هېواد ته دې د «شریرو» عناصرو د راتګ مخه ونيسي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه د محرم میاشتې په مراسمو کې د ځانګړي امنيتي پلان د ښه تطبیق په اړه د رییس‌الوزراء ملا محمدحسن اخند پیغام خپور کړی دی.

تېره ورځ د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم میاشتې لسمه نېټه وه چې د امام حسین (رض) د شهادت له ورځې سره برابره ده.

د افغانستان د رييس‌الوزرا په پیغام کې لیکلي شوي: «د خپلو ټولو مجاهدو امنيتي او دفاعي ځواکونو  ستاینه او ترې مننه کوم چې د محرم مياشتې د اولو لسو ورځو ځانګړی امنيتي پلان يې د لوی الله جل جلاله په نصرت په ښه توګه ترتيب او تطبيق کړ او په مرکز او ولايتونو کې يې ټولو هېوادوالو ته ډاډمن امنيت تامين کړ.»

هغه زیاتوي: «له خپل ولسه هم مننه کوم چې له زغم او صبره يې کار واخيست او په تېرو لسو ورځو کې یې زموږ له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره بشپړه همکاري وکړ.»

دى وايي، د ځينو کړيو هغه ټول تبلیغات غلط ثابت شوي چې ګواګې افغانستان ناامن دى.

ملاحسن اخند ويلي، د اسلامي شريعت لارښوونو له مخې د هېواد د ټولو وګړو فردي، اجتماعي او مذهبي حقوق خوندي دي.

دى زياتوي، د شته امنیت او ثبات په دوام سره به افغانان فرصت پيدا کړي چې خپل هېواد ورغوي او د اسلامي نظام تر سيوري لاندې د پرمختګ پر لور ګړندي ګامونه واخلي.

نوموړي که څه هم د کوم هېواد نوم نه دی یاد کړی خو زیاته کړې یې ده: «نړۍ، سیمه او ګاونډي هېوادونه باید په افغانستان کې له شته امنیت څخه ملاتړ او د دوی له سرحدونو افغانستان ته د شریرو عناصرو د راتېرېدو مخنیوی وکړي.»

د رییس‌الوزرا په خبره، اسلامي امارت د خپل ځورېدلي ولس سوکالي او له نړۍوالو سره مثبت تعامل غواړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.