کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۲): د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا برادر ترکيې ته د دغه هېواد له چارواکو سره پر لیدلو سربېره په يوه کنفرانس کې د ګډون په موخه په رسمي سفر ولاړ.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په یوه ټويټ کې ویلي، د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ یو پلاوی نن (سهشنبه) ترکیې هېواد ته په رسمي سفر تللی دی.
سرچينه زياتوي، یاد پلاوی به له ترکي چارواکو سربېره هلته له مېشتو افغان پانګوالو سره لیدنه وکړي او دغه راز په افغانستان کې پانګونې ته د بلنې په موخه به په یوه لوی کنفرانس کې هم ګډون وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP