Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ایټالیا کې د یوې کښتۍ ډوبېدو پېښه کې لسګونه کډوال مړه شوي

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، د ایټالیا د لامپیدوسا ټاپو ته نږدې د کښتۍ ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۴۱ کسان مړه شوي خو تر اوسه د قربانیانو هویت نه دی څرګند شوی.

د بي‌بي‌سي د خبر له مخې، ځایي مسوولینو د ژوندي پاتې شوو کسانو له خولې لیکلي چې د کډوالو یاده کښتۍ له ټونس څخه ایټالیا ته روانه وه.

د راپورونو له مخې، په کښتۍ کې د سپرو کډوالو له ډلې څلور یې ژوندي پاتې شوي دي.

یاد څلور کډوال چې په اصل کې د عاج ساحل او ګیني دي، د چهارشنبې په ورځ لامپیدوسا ته ورسېدل.

ژوندي پاتې شوو کسانو دا هم ویلي، دغې نږدې اووه متره اوږدې کښتۍ د تېرې پنجشبنې په ورځ د ټونس له صفاقس څخه د ایټالیا لور حرکت کړی و خو له حرکته څو ساعته وروسته د سمندر یوې لویې څپې واړوله.

ویل کېږي د کښتۍ په ناستو کسانو کې یوازې ۱۵ یې د ژغورنې واسکټونه درلودل خو وايي چې دوی د ایټالیا سمندري ساتونکو وژغورل او بیا یې د سمندر غاړې ته یووړل.

د ایټالیا سمندري ساتونکي وايي، په سیمه کې یې د دوو کښتیو پاتې شوني موندلي خو نه پوهېږي چې ژغورل شوي د کومې هغې دي.

د ټونس د چارواکو په وینا، د صفاقس بندري ښار د ایټالیا له لمپيدوسا نه نږدې ۱۳۰ کیلومتره لرې پروت دی چې اروپايي هېوادونو ته د کډوالو د تللو مشهوره لاره ده.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.