منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۰ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو اټکل

· ۱ دقیقه لوستل · ۴۰۸ کتنې

کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۵): د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د هېواد په ځینو ولایتونو کې د نن او سبا لپاره د نسبتاً سختو ورښتونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو احتمال شته.

یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویلي چې د چنګاښ میاشتې له ۵مې تر ۶مې نېټې پورې د پنځو آمو، کابل او اړوندو سیندیزو حوزو په ځینو سیمو کې د نسبتاً سختو ورښتونو او له امله یې د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.

سرچینې زیاته کړې چې په بامیان، بغلان، تخار، بدخشان، خوست، پکتیا، لوګر، میدان وردګو، پنجشېر، پروان، کاپیسا، لغمان، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو او د اړوندو سیندونو په مسیرونو کې د سېلابونو د راوتلو او د اوبو د کچې د لوړېدو احتمال موجود دی.

وزارت له یادو سیمو له اوسېدونکو غوښتي چې د سېلابونو او د اوبو د زیاتوالي پر مهال د سیندونو غاړو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي او که سېلاب راووځي یا د اوبو کچه لوړه شي، د ښکته سیمو اوسېدونکي ژر تر ژره خبر کړي، څو د احتمالي ځاني زیانونو مخه ونیول شي.